Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د تریاکو تولید ۴۳ په سلو کې لوړ شوی دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

151007095904_palliative_care_opium_624x351_afp

په افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال په پرتله نږدې سم نیمايي ډېر شوی دی.

له نشه یي توکو او جرایمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداريمسوولین وايي؛په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې چارې نه یوازې دا،چې پر مخ روانې ساتل شوي، بلکې هیڅ ډول لاسته راوړنې هم نلري.

دغه اداره په ډاګه کوي،چې په افغانستان کې سږ کال پر۲۰۱زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.په داسې حال کې،چې تېر پر۱۸۳زره هکتارځمکې کوکنار کرل شوي وه.

د دې ادارې د شمېرله مخې په هلمند کې پر اتیا زره، پهبادغیس کې پر۳۵زره،په کندهار کې پرشل زره، په روزګان کې پر۱۵زرهاو په ننګرهار کې پر۱۴زرههکتار ځمکوکوکنارکرل شوي دي.

له نشه يي توکو او جرایمو سره د ملګرو ملتونو د مبارزېاداريريیساندری اویتسیان ویلي، چېپه افغانستان کې د تریاکو تولید ۴۳په سلو کې لوړ شوی دی. سږ کال په افغانستان کې ۴۸۰۰ټنه تریاکتولید شوی دي. تېرکال په افغانستان کې ۳۳۰۰ټنه تریاک تولید شوي وه. سږ کال د کوکنارو د کرکیلې لپاره هوا او اوبه مناسبېوې؛نو،ځکه یې تولید هم زیات شوی دی.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیر سلامت عظیميوايي؛جګړو او ناامنیو فرصت طلبو او د نشه يي توکو کاروباریانو ته زمینه برابره کړې،چې د نشه يي توکو د تولید او چاڼلپاره له بهره پرمختللي ماشینونه راوړل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت له  نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي وايي،چې په تېرو اووهمیاشتو کې یې ۱۲۶۳عملیات کړي او ۱۴۰۸تنه قاچاقګر یې نیولي دي.

په افغانستان کې د ناامنیو پراخیدل، له بزګرانو سره د مرستندویو بنسټونو لخوا پخپل وخت د مرستو نه کیدل او د ګرمۍ د فصل ژر را رسیدل هغه موارد بلل شوي،چې د کوکنارو کرکیلې او د تریاکو د تولید لپاره یې مناسب چاپیریال را منځته کړی دی.

خبریال: فرشاد صالح 

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!