تازه خبرونه
په اسلام کې د ښځې او ماشوم د وژلو جواز نه شته
ولسي جرګې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په زابل کې د برمته شویو کسانو د سر پرې کېدو پېښه وغندله.
دوی په دې قضیه کې حکومت په بې کفایتۍ تورن کړ او د ملي یووالي له رهبرانو یې غوښتنه وکړه چې ملت ته ځواب ووايي. ولسي جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا هم وغوښتل چې د افغانستان د امنیت او ثبات له پاره خپلې ژمنې عملي کړي.
ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د داعش له خوا د اوو تنو برمته شویو کسانو وژنه او له هغوی څخه د سرونو پرې کول وغندل.
د ولسي جرګې غړي وايي چې حکومت د زابل په قضیه کې بې پروايي کړې ده او له چارواکو یې وغوښتل چې په دې هکله ملت ته ځواب ووايي.
د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان رحماني وايي:
((د ملي یووالي مشرانو د خپلو تشو شعارونو په ورکولو سره د خلکو له اعتماد ګټه پورته کړه او واک ته ورسېدل. باید پوه شي چې د ملت د برخليک پر وړاندی مسولیت لري او د یرغمل شوو کسانو د خلاصون په اړه د خپلو نیمګړتیاوو په اړه ملت د قناعت وړ ځواب ورکړي.))
د ولسي جرګي رییس عبدالرووف ابراهیمي وايي:
((دا يو خطرناک پيغام دی ملت، دولت او په نړیواله سطحه سیاسي متحدينو ته د يوې شېبې له پاره هغه صحنه له ځان سره وګوري چې د مور په وړاندی د هغه ماشوم سر غوڅېږي دا ډېر بد حالت دی او د افغانستان وضعيت ډېر خراب دی.))
د ولسي جرګې په اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه له امریکا څخه غوښتنه وشوه چې د افغانسنان د امنیت له پاره خپلی ژمنې عملي کړي.
د ولسي جرګي غړي په ټینګار سره وویل چې د افغانستان خلک د مخالفینو پر وړاندی درېږی او اجازه نه ورکوي چې په هیواد کې تفرقه رامنځ ته کړي.
په ولسي جرګه کې د غزنی غړې نفیسه اعظیمي وايي:
((په تاسف سره چې د غفلت له امله د فاجعې شاهد یو دا نه په اسلام نه او نه هم د بشریت په قانون کې دي چې د ۹ کلن او ۱۲ کلنو ماشومانو سر دې پرې شي. د فاجعې پای چېرته دی ایا ملي حاکمیت شته.))
(( په اسلام کې هم جواز نه شته چې ښځه او ماشوم ووژل شي ان دا چې که کوم ماشوم په سنګر کي هم وي دا سمه نه ده چې هغه ووژل شي. دا ډول قتلونه هیڅ داسې قتلونه جواز نه لری. ))
په زابل کې د برمته شویو کسانو جسدونه لمړي غزني او بیا کابل ته انتقال شوه چې دا پیشه له ډیرو سختو غبرګونو سره مخا مخ شوه .
خبريال عبدالعزیز کریمي
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ