تازه خبرونه
پر افغانستان د امریکا یرغل ۱۵ کلن شو
نن د اکتوبر اوومه ده، پېنځلس کاله مخکې په همدې ورځ امریکا او متحدینو یې پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو رژیم یې راوپرځاوه.
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه د امریکا د وخت ولسمشر وویل، چې طالبانو د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو اصلي پلان جوړونکی اسامه بن لادن ورونه سپاره او دا غوښتنه یې رد کړه.
د اکتوبر پر اوومه امریکا د طالبانو پر څو مهمو مرکزونو هوایي ګوزارونه وکړل، چې لومړنی هغه یې پر کابل و.
د افغانستان ملي دفاع وزارت پر طالبانو د امریکا او متحدینو دغه بریدونه ستر ماموریت بولي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي؛ دا، چې د سیمې رای، دسیمې نظر او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو غوښتنه د طالبانو د راپځولو لوري ته راوګرزول شوه، یو بریالیتوب و.
د طالبانو د رژیم په پرځیدو د خلکو په ژوندانه کې د پام وړ بدلون راغی؛ د افغانستان په اړه څو نړیوالې غونډې جوړې شوې، د هلکانو تر څنګ میلیونونه نجونو هم دا فرصت پیدا کړ، چې ښوونځیو او پوهنتونو ته ولاړې شي او د دندو د تر سره کولو لپاره له کوره بهر شي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د امریکا د دغه پوځي لاسوهنې ناوړه پایلې څه وې؟
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، د امریکا پوځي برید پر افغانستان د دغه هېواد د ورانیو او په ځانګړي توګه د ځوانانو او نظام د فرهنګي شتون د له منځه تلو ښکارندویي کوي.
د نوموړي په وینا؛ په خواشینۍ، چې په دې وروستیو کې جګړې زور واخیست، جګړه ډېرو ولایتونو ته پراخه شوه، یو شمېر پانګوال له هېواده ووتل او مونږ خپل ځوان قشر له لاسه ورکړ.
فکر کیده، چې د امریکا او متحدینو په راتګ به نور افغانستان له جګړو او ناامنیو خلاصی ومومي؛ خو له لنډې مودې وروسته طالبانو بیا سر را پورته کړ او د هر کال په تېریدو جګړو زور واخیست.
د دواړو لوریو تر منځ په نښتو کې ډېر تلفات واوښتل او ملکیان د دغو جګړو اصلي قربانیان ول.
که څه هم کره شمېر معلوم نه دی، چې څومره کسان به په دغو جګړو کې وژل شوي وي؛ خو د بشر حقونو خپلواک کمیسیون کمیشنر عبدالرحمن هوتک د موندنو له مخې، له ۱۳۸۸ل کال څخه تر اوسه له ۳۵ څڅه تر ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.
د هغه په وینا؛ ډېر ملکیان طالبانو زیانمن کړي دي.
د امریکا او متحدینو د دغه پوځي اقدام موخه د وسلوالو طالبانو او د القاعده ځپل او له منځه وړل ول؛ خو د پېنځلس کلونو په تېریدو طالبان بیا هم افغانانو او دولت ته یو لوی ګواښ دی.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیالمیرزا محمد یارمند وایي، پاکستان د پخوا په څیر د افغانستان لپاره ځانګړی پروګرام لري؛ هغه مدرسې، چې د د مجاهدینو په پېر کې پرانستې وې او هم پرانستې دي. پاکستان په همدې بنسټ خپل پروګرام درولی نه دی او دا کار پر دغه هېواد له فشار راوړلو سره تړاو لري.
ځینې کابل ښاریان پر طالبانو د امریکا هوایي بریدونه د نوي ژوند لپاره خلکو ته د هیلو پیل بولي؛ خو پر دولت له دې کبله نیوکه کوي، چې ولې یې ناامنۍ کابو کړي نه دي.
د کابل اوسیدونکیامین الله وایي، ډېر بدلون راغلی؛ خو جنګ دی او خلک له اندېښنو خلاص شوي نه دي.
په تېرو پېنځلس کلونو کې د امریکا او افغان حکومت اړیکې له لوړو ژورو سره هم مخ شوي دي.
د ولسمشر محمد اشرف غني په دوره کې د دواړو لوریو اړیکې، چې د حامدکرزي په وخت کې سړې شوې وې، بېرته تودې شوي؛ امریکا، ناتو او متحدینو یې ژمنه کړې، چې افغانستان به یوازې نه پریږدي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ