تازه خبرونه
پاکستان له طالبانو سره ټینګه اړیکه لري- ولسمشر غني
ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، چې پاکستان له طالبانو سره ټینګه اړیکه لري.
ولسمشر غني، چې تېره ورځ( د چنګاښ ۷) پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی؛ د اسلام آباد د ستراتیژیکو اړیکو په انستیتوت کې یې د وینا پر مهال د اقتصاد او امنیت په ډګر کې له هغه هېواده د همکاریو غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني پاکستان ته وړاندیز کوي، چې دواړه هېوادونه باید د همکاریو لپاره له هڅوونکې تګلارې ګټه واخلي او په راتلوونکې کې د ښو اړیکو جوړولو لپاره دواړه هېوادونه باید تېر هیر کړي.
ولسمشر ټینګار کوي؛ د اقتصاد او امنیت په برخو کې د پاکستان همکاري دواړو هېوادونو ته مهمې دي.
د پاکستان او طالبانو تر منځ ډېره پیاوړې تړاو شته، مونږ یې باید پر بشپړو پروګرامونو وپېژنو، چې د نښتو پر ځای همکاریو ته مخه کړو.
دا په داسې حال کې ده، چې اجرائیه رییس جینوا ته تللی او هلته یې د سولې بهیر دستراخوان غوړولی دی. عبدالله وایي، هیڅ افغان جګړه نه غواړي او په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان ډېري خلک په خپل هېواد کې د تلپاتې سولې ملاتړي دي؛ خو له بده مرغه جګړه پر افغانانو تپل شوې ده.
اجرایي رییس را روانې ټاکنې د هېواد په ټیکاو او سوله کې ډېرې مهمې بولي او تمه لري، چې دا ټاکنې رڼې او عادلانه تر سره شي.
هغه وایي: مونږ هیله لرو، چې عادلانه او آزادې ټاکنې ولرو؛ ځکه مونږ فکر کوو، چې دا ډول ټاکنې به په هېواد کې د ټیکاو له رواستو او ټینګښت سره مرسته وکړي.
زیات کارپوهان په دې باور دي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولی شي.
وبه کتل شي، چې د ولسمشر سفر کولی شي پاکستاني چارواکي د سولې په بهیر کې رښتینې همکارۍ ته چمتو کړي او که نه؟
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو