تازه خبرونه
پاکستان او چين د افغان دولت او طالبانو د سولې د معاهدې ضمانت کوي
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو د دوهم پړاو په درشل د پاکستان يوه جګپوړي دولتي چارواکي د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد انګرېزي ورځپاڼې ايکسپريس ټريبيون ته د نوم نه اخيستو په شرط ويلي چې اسلام اباد او بيجينګ چمتو دي چې د دواړو افغان خواوو ترمنځ د خبرو په نتيجه کې د دوى د موافقې د اجرا کېدو ضمانت ورکړي.
“موږ چمتو یو چې څو ګامه وړاندې ولاړ شو، او حتی لیوال یو چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو د توافقاتو ضمانت وکړو؛ خو که ښکېل لوري پرمختګ وکړي، موږ ستونزه نه لرو.“
د پاکستان د مري په ښار کې د جولای په اوومه د کابل او طالبانو د استازو تر منځ له مخامخ خبرو وروسته ټاکل شوې د دغو خبرو دوهم پړاو د همدې میاشتې په پای کې په چین کې تر سره شی.
ویل کیږي چې د اختلافي مواردو لیستول د دوهم پړاو خبرو اصلي موضوع ده.
پاکستان هم ویلي چې هڅه کوي نورې وسلوالې ډلې هم د خبرو میز ته حاضرې کړي.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، په افغانستان کې سوله او ثبات په پاکستان کې د سولې او ثبات په مانا دی او دا ځل اسلام آباد باید په خپلو ژمنو عمل وکړی.
ولسي جرګې غړی – صادقي زاده نیلي:
“خدای دي وکړي چې له کاسې لاندې نیمه کاسه نه وي؛ ځکه چې پاکستان تل زموږ د هیواد له پاره یوه منفي اجنډا لرله. څرنګه کولای شي سړی باور وکړي چې پاکستان پرته له دې چې هغې منفي اجنډا ته نه وي رسیدلای، له دې سولې څخه ملاتړ وکړي. خو که داسې وي چې افغان چارواکي د هغوی د اجنډاوو پرسر یوې پرېکړې ته رسیدلي وي، نو هیله من یو چې د افغانستان له خلکو سره یې په ښکاره توګه شریک کړي. خدای مه کړه داسې نه شي چې هغه بیه چې د سولې له پاره یې ورکوو، له هغې لوړه وي چې د جنګ له پاره یې ورکوو.“
د ولسي جرګې غړی – عبدالقیوم سجادي:
“هیله لرو په هغو هڅو کې چې په سیمه ییزه کچه د سولې له پاره ترسره کيږي، پاکستان په بنسټيزه توګه خپلې ستراتیژۍ ته د بدلون ورکولو له پاره ګامونه واخلي.”
د خبرو اترو دوهم پړاو په داسې حال کې په چین کې پیلېدونکی دی چې د طالبانو مشر ملا عمر په خپل اختریز پیغام کې ویلي و چې سیاسي هدف ته د رسېدو لپاره خبرې مشروع لار ده او شریعت کې هیڅ ممانعت نشته.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه15 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ13 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول