Connect with us

پرمختګ او بشپړتیا

ولسي جرګې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون تصویب کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-11-10-16h41m12s193

ولسي جرګې په دې وروستیو کې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې یې ښځو ته په کاږه، تبعیضي او د سپکاوي په بڼه کتل جرم ګڼل کیږي.

د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون رییسه فوزیه کوفي وایي، دغه قانون په لارو او کوڅو او کارځایونو کې د ښځو او ماشوم د ځورولو د مخنیوي لپاره تصویب شوی او په انترنت او تیلیفوني اړیکو کې یې هم د ځورونې موارد جرم بلل شوی دی.

د دغه قانون سرغړونکي باید دولت ته له پېنځه تر لس زره افغانۍ جریمه  ورکړي.

ښځې هر کله، چې له دغو مواردو سره مخامخ کیږي، د شکایت حق لري.

ځورنه، چې دغه قانون یې جرم بولي او په درېیمه مادو کې راغلي:

۱_ ځورونه عبارت ده له بدني اړیکې، کلامي ځورونې، غیر کلامي یا هر عمل، چې د رواني، جسماني او د ښځې او ماشوم انساني کرامت ته د سپکاوي سبب کیږي.  

۲_ نامشروع غوښتنه: له نامحرمې ښځې د سړي غوښتنه، چې جنسي انګیزه لري.

۳_ بدني اړیکه:د نامحرمې ښخې لمسول یا په قصدي ډول  ښځو ته سطحي زیان رسول.  

۴_ کلامي ځورونه، چې د ښځې رواني امنیت ته زیان رسوي (نامناسبې جملې او عیر اخلاقي طنزونه، د ښځې د بدن ستاینه، تیلیفوني مزاحمتونه.

۵_ غیر کلامي ځورونه:د جنسي مسایلو په تړاو په ټولنیزو شبکو یا برښنا لیک کې د هغو مطالبو یا تصویرونو خپراوی، چې له سپکاوي ډک وي. د عمس او فلم اخیستل او خپرول، د ښځې یا د کورنیو تصویر، چې د ښځو رواني روغتیا ته زیان رسوي.

څوک، چې دغه جرم تر سره کوي، له پېنځه تر لس زره افغانۍ باید د جریمې په توګه ورکړي او د تکرار په صورت کې به بندي کیږي.

ټاکل شوې، چې د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د ښځو چارو له کمیسیون سره په همغږي کې  د دغه قانون د تطبیق په موخه ځانګړې تیلیفوني شمېرې د ښځو، کورنیو او ماشومانو په واک کې ورکړي.

  د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون رییسه فوزیه کوفي وایي، کورنیو چارو وزارت به د قانون پلي کولو لپاره پر ځانګړې شمېرې سربېره یوه ډله پولیس هم وګماري، چې د خلکو د تهذیب څارنه وکړي.            

واټونو او کوڅو کې د ښځو ځورونه په افغانستان کې نوې خبره نه ده، ښځې په لارو او کوڅو او بازار کې د قدم وهلو پر مهال له راز راز ځورونې سره مخامخ کیږي. دې چلند کابل،  ښځو ته یوه وېرونکي ښار معرفي کړی دی.

د کابل اوسیدونکیزهرا جویا وایي،دغه ځورونه کومه نوې خبره نه ده. له کلونو راهیسې په دې ښار کې روانه ده. کله کله مې زړه غواړي، چې له کوره ونه وځم.

د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون په درې څپرکو او نهه ویشتو مادو کې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې لخوا تصویب شو. په دغه قانون کې  وزارتونو ته د کمیتو د جوړولو لپاره مشخصې دندې سپارل شوي دي. وزارتونه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او مکلف دي، چې ښځو او ماشومانو ته سالمه فضا را منځته کړي.

خبریاله فرحناز فروتن

Advertisement

پرمختګ او بشپړتیا

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې پر عملي پیل خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۶, ۱۴۰۰)

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په دې روستیو کې د ترکمنستان هېواد له مسوولینو سره په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل پر عملي بهیر خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ټاپي اړینې پروژې د چارو د پیل په اړه د ترکمنستان له سفیر سره خبرې وکړې. په دې  کتنه  کې  دواړه لوریو ویلي، چې دواړه هېوادونه د ټاپي پروژې د کار بهیر پیلول غواړي.

د اسلامي امارت مسوولینو د دې  پروژې د عملي  کار د پیل لپاره  چمتووالی ښود لی.

د خصوصي سکتور غړي هم  د دې  پروژې د کار د عملي  چارو پیل د افغانستان اقتصاد لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ که د پروژې د پلي کولو پر وړاندې مالي ستونزې نه وي؛ نو اوس د دې و خت رارسیدلی،  چې دا پروژه پلې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي؛ د ټاپي پروژه، چې د افغانستان لپاره خورا اړین اقتصادي ارزښت لري. که مالي ملاتړي همکاري وکړي؛ نو د دې پروژې د عملي کیدو لپاره ترټولو مناسب وخت رامنځته شوی، چې له اقتصادي پلوه د سیمي په هېوادونو کې ژور بدلونونه رامنځته کولی شي.

دا پروژه، چې  له  ترکمنستان پیل او بیا تر هندوستان پورې غزیږي؛ ۱۸۱۴ کیلومټره اوږد والي لري  چې ۸۱۶ کیلومټره د افغانستان له خاوري تېریږي.

د دې  پروژې د پلي کېدو لګښت ۲۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر کیږي.

له دې نللیکي په کلني توګه ۳۳ میلیارډ مټرمکعب ګاز لېږدول کیږي.

په دې پروژه کې به په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان ته به د کال ۴۰۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کیږي.

په دې  پروژه کې افغانستان په لومړیو لس کلونو کې ۵۰۰ میلیون مټره، په دوه یمه لسیزه کې یومیلیارډ او په درېیمه لسیزه کې یو نیم میلیارډ مټرمکعب ګاز ترلاسه کړي.

د اقتصادي  چارو کارپوهانو هم د ټاپي  پروژې عملي کیدل د افغانستان او د دې  پروژې د شریکانو لپاره له اقتصادي پلوه خورا مهمه بولي.

دوی  زیاتوي، چې د ټاپي پروژه کولی شي هېواد له اقتصادي ستونزو وژغوري.

اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي: په عملي کیدو سره به په میلیونونه ډالر د هېواد په عوایدو کې زیات شي او په زرګونه هېوادوال به مو کار پیدا کړې. د هېواد په صنعتي کیدو کې مو هم اړین رول ولري.

د هېواد اوسیدونکي هم له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د پروژو د پلي کولو بهیر پراخ کړي، چې خلک له بی کارۍ وژغورل شي.

د کابل ښار اوسیدونکی صنیع الله رامین وایي: مونږ له اسلامي مارته غوښتنه کوو، چې هېوادوالو ته د کار د برابرولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي، چې د شته اقتصادي ستونزو د پراخېد مخه پرې ونیول شي.

د ټاپي پروژه، چې د کار عملي چاري يي په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان د مشرانو له خوا پرانستل شوې او ټا کل شوې وه،  چې په ۲۰۱۹ کال کې ګټی اخستني ته سپارل شوې وه؛ خو د بېلا بېلو ستونزه له کبله دا پروژه په افغانستان کې له خنډ او ځنډ سره مخ وه. اوس، چې اسلامي امارت له واک و ځواک لرخمن شوی؛ وخت به یې د عملي چارو بهیر په ډاګه کړي.

ویل کیږي، چې د دې سترې سیمه ییزې اقتصادي پروژې د عملي پیل لپاره به دروانې میاشتې په اوږ دو کې د ترکمنستان یو پلاوی هم افغانستان ته راشي.

Continue Reading

پرمختګ او بشپړتیا

افغان بیسیم مخابراتي شرکت انټرنټي بیې راټيټې کړې

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۷, ۱۳۹۹)

د افغان بیسیم شرکت مسوولینو ویلي، چې د دوشنبې له ورځې به نوې انټرنټي کڅوړې په ټيټه بیه خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې انټرنټ ته د خلکو اړتیا د هرې ورځې په تېریدو مخ په ډېریدو ده؛ ځکه، نو افغان بیسیم مخابراتي شرکت په انټرنټي کڅوړو کې تخفیفونه راوستي دي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژې وزارت مسوولینو ويلي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې له افغان بیسیم شرکت سره هوکړې ته رسیدلي، چې دغه شرکت به د انټرنټ بیې را ټيټوي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد د عالي شورا د پرېکړې له مخې په دې اړه له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره هوکړې ته رسیدلي دي.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازی  علي الله سروري وايي، چې پر ټیټ قیمت د انټرنټ نوې کڅوړې به د دوشنبې شپې پر دولس بجو خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې د کورونا ویروس له کبله په ځينو لویو ښارونو کې پر تګ راتګ محدودیتونه لګیدلي او خلک اړ دي، چې په موبایل او انټرنټ له حالاتو ځان خبر وساتي.

خلک د افغان بیسیم د دغه ګام هرکلي کوي.

Continue Reading

پرمختګ او بشپړتیا

د کرنې او مالدارۍ وزارت پر ۳۲۵۰ هکتار ځمکه د انځرو باغونه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۳۹۹)

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې تر راتلونکیو ۵ کلونو پورې به په هېواد کې پر۳۲۵۰ هکتار ځمکه د انځرو باغونه جوړ شي.

د دغه وزارت مسوولینو ويلي، چې د انځر د باغونو د پراختیا ملي طرحه د ولسمشر له خوا منظور شوې او تر راتلونکیو ۵ کلونو به د هېواد په کچه د انځرو د باغونو د جوړولو په برخه کې ۶۰ میلیون ډالر پانګونه وشي او لسګونه کسانو ته به کاري زمینه هم برابره شي.

مسوولینو دا هم ویلي، چې له دې سره به په هېواد کې د انځرو د پروسس لسګونه مرکزونه هم جوړ شي.

اکبر رستمي د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وایي، چې ډېري دغه باغو نه به په هرات، بلخ او کندهار کې جوړ شي. افغانستان د انځرو د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري؛ نو، څکه مو ورته سوداګریزه طرحه جوړه کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د کرنې وزارت له دې هڅې هرکلی کوي او زیاتوي، چې د کرني وزارت باید پر هغو کرنیزو برخو پانګونه وکړي، چې ښه سوداګریز مارکیټونه لري.

د اقتصادي چارو کارپوه حکیم الله صدیقي وایي، د کرنې وزارت باید ټول هغه کرنیز اقلام، چې په سیمه اونړۍ کې ښه مارکیټونه لري؛ پر هغو هم لکه د انځرو، پانګونه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین ويلي؛ افغانستان دمګړۍ د کال ۲۵ زره متریک ټن صادرات لري، چې د نويو باغونو له جوړیدو سره به د تولید کچه ۴۰ زره متریک ټن ته لوړه شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!