Connect with us

تازه خبرونه

ولسي جرګې د عبدالباري جهاني له دوهم تابعیت نه د تېرېدو اسناد ونه منل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-04-15-17h36m48s207

ولسي جرګې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د نوماند عبدالباري جهاني له دوهم تابعیت نه د تېرېدو اسناد ونه منل او غوښتنه یې وکړه چې د شنبې تر ورځې دې د امریکا سفارت او د بهرنیو چارو وزارت له خواپه دې اړه دوی ته بشپړ اسناد وړاندې شي.

ولسي جرګه به د شنبې په ورځ کاندید وزیرانو ته د رایو صندوقونه کیږدي.

ولسي جرګه وایی چې د شپاړسو نوماند وزیرانو په اړه د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په مشرۍ د فرهنګي، نړیوالو چارو او مرکزي پلټني کمیسیونونه ګمارل شوي وو، څو د هغوي اسناد وڅیړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایی، د اتو نوماند وزیرانو اسد الله ضمیر، سعادت منصور نادري، همایون رسا، علی احمد عثماني، عبدالستار مراد، محمد الله بتاش، محمود بلیغ او عبدالباري جهاني د دوه ګوني تابعیت او تحصیلی اسنادو په اړه شکونه وو، چې له اړوندو څانګو څخه د اسنادو په رسیدو سره ستونزې اوارې شوې، خو د عبدالباري جهاني په اړه وړاندې شوي اسناد د دوی قناعت حاصل نه کړ.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر:      

د باري جهاني په اړه د اسنادو تر را رسېدو وروسته چې د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا سفارت لیږلي، هغه ته به اجازه ورکړل شي، چې تالار ته راشي.

بلخوا د پوهنې او ښځو چارو وزارتونو ته کاندیدانو د ولسي جرګې د چهارشنبې په غونډه کې خپل پروګرامونه تشریح کړل.

 vlcsnap-2015-04-15-17h40m52s80

دپوهنې وزارت ته نوماند اسدالله حنیف بلخي وویل؛ د فساد سره کلکه مبارزه او شکایتونو ته رسیدګي د مدیریت په برخه کې اصلاحات او متخصص کسانو ګمارل او د پوهنې وزارت ستونزو په اړه جدي څیړنه د دوی له مهمو کاري پروګرامونو څخه دي.

vlcsnap-2015-04-15-17h39m47s213

د ښځو چارو وزارت ته نوماندې دلبر نظري وویل؛ د دولت په کلیدي او رهبري پوستونو کې د ښځو ګمارل او د ښځو ستونزو ته د سیدګې لپاره د پالیسی ګانو جوړل یې له مهمو کارونو څخه دي.

د ترانسپورت او فواید عامې وزارتونو ته نوماندانو هم د سړکونو د رغولو او د ترانسپورتي سهولتونو په اړه خپلې تګلارې ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

vlcsnap-2015-04-15-17h38m54s173

ترانسپورت وزارت ته نوماند محمد الله بتاش وویل؛ د معیاری خدماتو وړاندې کول، ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځ ته کول، د ترانسپورتي پروژ احیا کول تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

vlcsnap-2015-04-15-17h37m39s190

دفواید عامې وزارت ته نوماند محمود بلیغ وویل؛په لنډ مهال کې د وزارت ستونزې څیړل او هغه ته رسیدګې، د طبیعي پیښو او د وسلوالو مخالفینو لخوا د هغه سړکونو رغول چې زیانمن شوي.

مخکې له دې هم یولسو کاندید وزیرانو په درې ورځو کې ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه تشریح کړي وو، ولسي جرګه غواړي دغو کاندید وزیرانو ته د شبنې په ورځ د رایو صندوقونه کیږدي.

خبریال: عبدالعزکریمی

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!