Connect with us

تازه خبرونه

ولسي جرګې د خپل کار د دوام لپاره د ولسمشر پریکړه تایید کړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-20-17h28m06s216

ولسي جرګې د ولسمشرۍ ماڼۍ له دې پرېکړې څخه چې تر پارلماني ټاکنو پورې یې د ولسي جرګې د اوسنیو غړو د کار موده وغځوله، ستاینه وکړه.

په همدې وخت کې د ولسي جرګې ځینې غړي دا پریکړه د قانون خلاف بولي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی بکتاش سیاووش وایي، وروسته له دې به له خپلو ټولو امتیازاتو لاس په سر شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ویلي چې تر پارلماني ټاکنو پورې به اوسني وکیلان خپل کار ته دوام ورکړي.

ولسي جرګه دا اعلامیه وستایله او خپله هغه پریکړه یې بېرته واخیسته چې د خپل کار د دوام لپاره به د شنبې په ورځ ځانګړې غونډه جوړوي.

vlcsnap-2015-06-17-19h16m09s169

عبدالرووف ابراهیمي د ولسي جرګې رییس:

په اعلامیه کې ویل شوي چې تر راتلونکي یوې میاشتي پورې د ټاکنو نیټه مشخصه کیږي، نو په دې موضوع بحث کول ضروري نه دي.”

خو د ولسي جرګې ځینې غړي د ولسمشرۍ ماڼۍ دا پریکړه د قانون خلاف بولي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې شکریه بارکزۍ:

د دغې اعلاميې خپرول د قانون خلاف عمل دی.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازیرمضان بشر دوست:  

اوس چي د تمدید وخت رسیدلی، نو داسې ویل کیږي چې له امریکا سره په امنیتی پیمان، دکابینې غړو ته په رایې ورکولو او له پاکستان او ایران سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک په اړه معاملې شوي دي.

vlcsnap-2015-06-20-17h26m37s89

بکتاش سیاووش تر غونډې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل، د قانون له مخې د دوي د کار موده پای ته رسیدلې او دی به له خپلو ټولو امتیازونو استفاده ونه کړي.

زه نن اعلاموم چې زموږ کار مشروعیت نه لري او زه به تر شپږو میاشتو پورې پر ته له امتیازاتو د خلکو لپاره کار وکړم .

ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې ۱۸۰ بیلا بیل قوانین تصویب کړي، په لسګونو مواردو کې یې د وزیرانو او مسولینو استیضاح او استجواب غونډې جوړې کړي دي.

په دې پړاو کې ولسي جرګې د ملي دفاع او کورنیو چارو پخواني وزیران عبدالرحیم وردګ، بسم الله محمدي او مجتبی پتنګ له دندو ګوښه کړل او د ملي یوالي د حکومت کاندید وزیرانو ته یې رایې ورکړې؛ خو ځینې وکیلان وایي، له خپلو کړنو راضي نه دي او کومې ژمنې چې له خلکو سره شوي، د دوي په باور نه دي عملي شوي.

د ولسي جرګي په عمومي غونډو کې د ځینو مسایلو او د قوانینو د تصویب پر مهال لفظي شخړې رامنځته کېدې او په ځینو مواردو کې حتی فزیکي شخړې هم وشوې.

دولسي جرګي کار تر راتلونکوټاکنو پورې په داسي حال کې وغځول شو، چې د چنګاښ په لومړۍ نیټه یې د قانون له مخې کاري موده پای ته رسیږي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!