Connect with us

تازه خبرونه

ولسي جرګه: د پاکستان څېره يو ځل بیا نړۍ ته معلومه شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-05-23-18h46m32s124

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې په پاکستان کې د ملا اختر محمدمنصور له وژل کېدو سره یو ځل بیا د دغه هېواد اصلي څېره بربڼده شوه.

دوی وايي پاکستان د سخت دریځو او ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او نړیوال باید د دغه هېواد په وړاندې خپل دریځ بدل کړي. د ولسي جرګې رييس وايي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو په خلاف باید د ملګرو ملتونو د منشور سره سم دریځ خپل کړل شي.

په پاکستان کې د  وسله والو طالبانو د رهبر ملا اختر محمد منصور له وژل کیدو وروسته ولسي جرګې په خپل تازه غبرګون کې ویلي چې د سخت دریځو او ترهګرو ډلو مشران په پاکستان کې وژل کیږي او نړۍ باید د دغه هیواد په وړاندې په خپل سیاست له سره غور وکړي.

د ولسي جرګې غړی منور شاه بهادري وايي: “د وېره اچوونکو ټول مشران په پاکستان کې وژل کېږي، نو تر اوسه ولې نړيوال نه دي متوجه شوي او ولې يې د پاکستان په وړاندې سياست نه بدلېږي. د پاکستان په پېژندنه کې بايد له ډېر پام څخه کار واخيستل شي او د دې هېواد په وړاندې چې د وېره اچونې ملاتړی دی، د نړيوالو له لوري جدي عملي ګامونه واخيستل شي.”

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وايي: “پاکستان يې يو ځل بيا خپله بې شرمې وښوده او حکومت بايد نړيوالو ته قناعت ورکړي او څرګنده کړي چې په افغانستان کې د شخړو اصلی عامل پاکستان دی، نو که نړيوال زموږ ملاتړي او ملګري وي بايد چې د پاکستان مخه ونيسي.”

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وايي:”طالبان باید پوه شي چې پاکستان د خپلو اهدافو له پاره له دوی څخه کار اخلي، نه بايد نور هم د پاکستان له خوا تېر ويستل شي او تر دې زيات د خپلو هېوادوالو په وژلو او وطن په ويجاړولو کې مخکې لاړ نه شي.”

د ولسي جرګې ريیس وايي چې له ترهګرو ډلو د پاکستان ملاتړ ته په کتو ملګري ملتونه باید لهخپل منشور سره سم له دغه هېواد سره چلند وکړي.

د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي وايي:”په پاکستان کې د ملا منصور وژل کېدو يو ځل بيا د دې هېواد څرګنده لاسوهنه چې د افغانستان په چارو کې يې لري وښوده، نو حکومت باید له دې موکې څخه استفاده وکړي او ملګرو ملتونو ته خپل عرض وړاندې کړي چې د پاکستان په وړاندې د ملګرو ملتونو د سازمان له اصولو سره سم له پاکستان سره چلند وشي.”

د ولسي جرګې غړي وايي چې پاکستان به ډېر ژر هغه سړی چې د دوی استخباراتو ته د باور وړ وي، د  وسله والو طالبانو د رهبر په توګه وټاکي، ځکه چې په وینا یې د پاکستان پوځي استخبارات ټولې ترهګرې ډلې تنظیموي.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!