Connect with us

تازه خبرونه

ولسي جرګه امنیتي مسولین استجوابوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-04-27-19h51m00s14

ولسي جرګې په کندوز کې د ترینګلیو امنیتي حالاتو او په هیواد کې د نا امنیو د پراخیدو له کبله پریکړه وکړه چې د شنبي په ورځ امنیتی چار واکي عمومی غوندي ته استجواب کړي.

په ولسي جرګه کې د کندوز استازي وايي چې په دغه ولایت کې وسلوالو مخالفینو، امنیتي ځواکونه کلابند کړي دي.

کندوز ولایت د وسلوالو مخالفینو بریدد ولسي جرګي د غړو له ژورو اندیښنو څخه ده.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازې شکریې پیکان غوښتل چې په دغه ولایت کې د جګړې په ډګر کې د ټپي شويو او په وینا يې د وسلوالو مخالفینو لخوا د کلابندو سسرتیريو اواز د جرګې د غړو تر غوږو ورسوي،خو چانس یې ونه وموند:

vlcsnap-2015-04-27-19h51m15s184

هغه اړیکې چې سر تیرو له ماسره لرلې، ویلی شم چې دوی د محاصرې لاندې دي، په تلیفوني اړیکه کې د ډزو غږ اوریدل کیده او دوی د وسلوالو مخالفیو تر برید لاندي وو او باید چې یو تصمیم نیول شوی وای؛ خو ریسس صاحب! ستا دا کار د خلکو پر وړاندي یوه جفا دي.

vlcsnap-2015-04-27-19h51m43s222

دولسي جرګي رییس عبدالرووف ابراهیمی:

موږ د همدي موضوع په اړه د شنبي په ورځ امنیتي چارواکي عمومی غوندي ته راغوښتي دي.

د جرګې یو شمیر غړي وايي چې د سرپرستانو لخوا د ولایتونو ادارې کولو د نا امنیو له زیاتیدو سره مرسته کړې ده.

vlcsnap-2015-04-27-19h52m07s202

دولسي جرګې غړی نقیب الله فایق:

دفاریاب امنیتي وضیعت خراب دی، په یو شمیر سیمو کې د انجونو ښونځي او دولتي دفاتر تړل شوي، د المار ولسوالۍ نیمه یي د دولت او نیمه يي د طالبان په لاس کې دي.

vlcsnap-2015-04-27-19h52m30s176

دولسي جرګي غړي عبدالرحمن رحماني:

سر پرست والیان او ولسوالان په نا امنیو کې لاس لري او په زوره نا امنیو ته لاره هواروي تر څو د دوی کار دوام وکړي؛ که دغه سر پرستی ته خاتمه ورنکړل شي، نو نظام به سقوط سره مخا مخ شي.

روان پسرلی او دوبی افغان ځواکونه ستونزمنې شپې ورځې په مخ کې لري.

کورنیو او بهرنیو وسلوالو مخالفینو دا وار د افغان پوځيانو په وړاندې خپلو بریدونو ته په داسې حال کې زور ورکړی چې اوس افغان ځواکونه د نړیوالو سرتیرو غښتلی پوځي ملاتړ له څان سره نلري.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!