Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر کابل ښاروال او د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر معرفي کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر اشرف غني په چهار چنار ماڼۍ کې ( د شنبې پر ورځ د سلواغې ۲۰) په یو لړ مراسمو کې اجمل احمدي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست او احمد ذکي سرفراز د کابل ښاروال په توګه معرفي کړل.

ولسمشر غني په ډاګه کړې، چې نړیوال بانک د ښو اصلاحاتو له کبله افغانستان ته د لومړۍ درجې په ورکولو کې د ښاغلي اجمل احمدي له ځانګړي رول یادونه کړې او نوموړي د عبدالمجید زابلي په څېر له خصوصي سکتور سره په همغږۍ او همکارۍ اقتصادي وده زیاته او افغانستان یې له وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هېواد بدل کړ.

هغه دا ټینګار هم وړاندې کړ، چې له خصوصي سکتور سره د ښې همکارۍ او نږدې کار په پایله کې به افغانستان تر  ۲۰۲۴ کال پورې خپل صادرات اته میلیارد دالرو ته لوړ کړي.

ولسمشر د کابل د نوي ښاروال احمد ذکي سرفراز په اړه هم وویل، نوموړي د ښارجوړولو وزارت په چوکات کې له ساساکي کمپنۍ سره د کابل ښار د پراختیا په اړه ګډ کار کړی، چې هم ستونزې ورمعلومې دي او هم یې د هغو پر حل لارو بشپړ فکر کړی دی.

د هېواد ولسمشر دا هم ویلي، چې د افغانستان د پوهنتونو له ظرفیتونو څخه تراوسه اساسي ګټه نده پورته شوې. هغوی باید د دولت په طرحو کې د سلاکارۍ او اجرائیوي رول ولري، چې اساسي بدلون رامنځته شي.

هغه ټینګار وکړ، چې ښاروالۍ باید پر ځواب ویونکیو بنسټونو بدله شي او ښاریان په لنډ وخت کې اساسي بدلونونه وویني.

کابل ښاروال او د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر ژمنې وکړې، چې د هېواد د ودې او پراختیا لپاره به بشپړې هڅې تر سره او په اړوند بنسټونو کې به رښتینې بدلونونه رامنځته کړي.

قتیل زوی

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!