Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ښاغلي غني له نوملیکنې وروسته ټینګار وکړ، چې پلانونه یې پر سوله، امنیت، اقتصاد او غوره حکومتولۍ متمرکز دي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوملیکنې په وروستۍ ورځ، ولسمشر محمد اشرف غني هم د نوماند په توګه خپل نوم ثبت کړ.

ښاغلي غني له نوم ثبتونې وروسته د لنډمهاله حکومت د رامنځته کیدو اوازې په کله رد کړې.

ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماند اشرف غني همدارنګه د لنډمهاله حکومت اوازې رد کړې او ټینګار يې وکړ، چې هېڅ ډلې ته د دا ډول حکومت د رامنځته کولو اجازه نه ورکوي.

نوموړی په ورته وخت کې له طالبانو یوځل بیا وغوښتل، چې له حکومت سره سولې ته کیني.

هغه وایي، چې مونږ لنډمهاله حکومت نه منو؛ افغانستان د چا ډالۍ نده، چې مونږ ته یې راکړې وي. مونږ افغانستان په وینو ګټلی او له خپلو وینو به ساتنه کوو.

ښاغلی غني په ورته وخت کې له طالبانو یوځل بیا غوښتنه وکړه، چې له افغان حکومت سره سولې ته کینې.

ښاغلي اشرف غني ویلي؛ طالبان دوه انتخابه لري؛ یا به له پاکستان استازیتوب کوي او یا به د افغان په حیث له افغانستان څخه استازیتوب کوي. که له پاکستان استازیتوب کوي؛ نو له پاکستان سره به خبرې وکړو او که خپل استازیتوب پخپله کوي بیا مو ورته غېږ خلاصه ده او ښه راغلاست ورته وایو.

د سولې ټینګښت، اقتصادي وده، غوره حکومتولي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د ګاونډ هېوادونو د مداخلې پای ته رسول د اشرف غني د ټاکنیز تیم شعار دی.

د محمد اشرف غني دوه یم مرستیال محمد سرور دانش وایي، چې له ناورین ډک هېواد مونږ ته راوسپارل شو او مونږ په څلور کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي.

د محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي، چې هو! مونږ معامله کړې ده؛ خو د غوره حکومتولۍ لپاره. مونږ معامله کړې، چې له ګډوډونکیو سره مبارزه وکړو. مونږ معامله کړې، چې واقعي او د ټولو د منلو وړ سوله رامنځته کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه حکیم تورسن، لطیف پدرام،  فراموز تمنا، عنایت الله حفیظ، محمد حنیف اتمر، زلمی رسول، نورالحق علومي، ګلبدین حکمتیار، احمد ولي مسعود، سید نورالله جلیلي، رحمت الله نبیل، محمد ابراهیم الکوزی، عبدالله عبدالله، محمد اشرف غني، شیدا محمد ابدالي او نور رحمان لیوال هم د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې خپل نومونه د نوماندانو په توګه ثبت کړل. نن یکشنبه د نوم ثبتونې وروستۍ ورځ ده او د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې دا بهیر نور نه غځزول کېږي.

خبریال: اکبر لودین

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!