تازه خبرونه
ولسمشر غني د افغانستان- چین د هوایي دهلیز پرانسته وکړه
ولسمشر غني د سې شنبې پر سهار( د لړم ۱۵) د چین او افغانستان د استازیو په حضور کې د افغانستان- چین د هوایي دهلیز پرانسته وکړه او د افغانستان څه نا څه ۲۰ ټنه جلغوزي چین هېواد ته ولیږل شول.
د پرانیستې په دې مراسمو کې، چې د کابینې یو شمېر غړیو، دولتي چارواکو او په کابل کې د چین ولسي جمهوریت شارژدافیر هم حضور درلود، ولسمشر غني وویل مونږ باید د خپلې پراختیا پر پانګو تمرکز وکړو؛ ځکه له دې سره په کلیو کې د آبادۍ، پوهنې او روغتیا زمینې او آسانتیاوې ډېریږي.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال ولسمشر غني وویل: نن یوه تاریخي ورځ ده، چې زموږ پټه خزانه (جلغوزي) په ملي پانګه بدلېږي او په دې ویاړ به هر کال د لړم پېنځلسمه د جلغوزيو د ورځ په نوم نمانځل کیږي.
ولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې، چې د افغانستان او هند د هوایي دهلیز له برکته په هند کې له یو میلیارد ډېر خلک د افغانستان له تولیداتو سره آشنا دي، نن به د چین یو میلیارد او درې سوه میلیون نور خلک ورسره هم بلد شي، چې دا د افغانستان د کرنې او صادراتو د ودې لپاره یو لوی پرمختګ دی.
نوموړي د پکتیکا، پکتیا او خوست له ولسونو مننه وکړه، چې د جلغوزیو د ونو پر پرې کولو یې ناغه تړلې او همدارنګه یې د خامو توکو پرځای د پروسس شویو هغو صادرول ګټور وبلل.
ولسمشر ویلي، چې د هېواد پټې خزانې (جلغوزي، پستې او زیرې) صادراتو ته باید اتحادیې جوړې شي، چې د هر چا ځای او پته ښکاره او لاسرسي ورته آسانه وي.
دغه راز هغه له صنعتکارانو وغوښتل، چې پر هغو تولیداتو دې بنسټیزه پانګونه وکړي، چې زمونږ صادرات زیاتوي او واردات کموي.
د هېواد ولسمشر غني کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په هر ولایت کې خپل تخنیکي کارونه د پوهنتونونو له لارې مدیریت او کرنیزې پروژې ولایت محوره کړي.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ویلي، چې د چین لوی مارکیت به زمونږ پانګوال د جلغوزیو د پروسس په برخه کې پانګونې ته وهڅوي او کرنې وزارت په دې برخه کې هر ډول مرستې ته ژمن دی.
دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ کرنې او مالدارۍ وزارت چمتو دی چې جلغوزي په بین المللي معیارونو صادر کړي او شل ټنه یې نن لېږدول کېږي.
محمدیونس مومند د خصوصي سکتور په استازيتوب وویل: د افغانستان خصوصي سکتور هیچاته اجازه نه ورکوي، چې زموږ صادرات پخپل نوم نورو هېوادونو ته واستوي.
په کابل کې د چین سفارت شارژدافیر لیو جین سونګ د خبرو پرمهال ویلي؛ د چین او افغانستان د ولسمشرانو د کتنې پر مهال د دواړو هېوادونو اړوند مقاماتو چین ته د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو هوکړه لاسلیک کړه او بالاخره د دواړو لوریو د هلو ځلو په پایله کې دا دی نن د دغې موافقتنامې د اجرا کیدو شاهدان یو او د خوښۍ ځای دی، چې د افغانستان د جلغوزیو لومړۍ محموله د هوایي دهلېز له لارې چین ته لېږدول کېږي.
نوموړي دا هم په ډاګه کړه، چې، په ۲۰۱۶ کال کې چین ته د افغانستان د زعفرانو له صارداتو وروسته نن د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو مناسباتو د پیاوړتیا په برخه کې د جلغوزیو د صادراتو یو بل ګام واخیستل شو.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او چین تر منځ د انارو پر صادراتو هم د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ خبرې اترې تر سره شوې دي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ