تازه خبرونه
ولسمشرۍ ماڼۍ د افغان او بهرنیو پوځي چارواکو د ناستې کوربتوب وکړ
ولسمشرۍ مانۍ په ډاګه کړې، چې ارګ د افغانستان د لوړپوړیو پوځي چارواکو او د پرېکنده ملاتړ ماموریت د پلویانو کوربتوب تر سره کړ.
ولسمشر محمد اشرف غني له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه ونکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي: که پوه شوم، چې د امنیتي ځواکونو کوم چا په ټاکنو کې لاسوهنه کړې، سبا به له دندې لیرې وي او بل سبا به محاکمه وي. زما دغه پیغام د امنیتي ځواکونو هر ځوان ته ورسوئ.
ولسمشر غني زیاته کړې، چې په ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو کې قومي، سمتي، مذهبي او حزبي سیاستونه ځای نلري.
د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان ژمنه کوي، چې د راتلونکیو ټاکنو ملاتړ به کوي.
د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان اسکات میلر وایي: دښمنان ډېر دي، چې غواړي د خلکو غږ بند کړي؛ حقیقت دا دی، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نهه میلیون افغانانو نوملیکنه کړې او دا ډېر ستر کار دی. مونږ هم له دغې ملې لړۍ، چې حکومت یې د ترسره کیدو هڅه کوي؛ ملاتړ کوو.
له ډېرو ناندریو وروسته اوس حکومت چمتو شوی، چې دغه ملي لړۍ د بایومتریک په بڼه ترسره کړې.
ولسمشر اشرف غني وایي، په ټاکنو کې بایو متریک سیستم کارول یو ستر ګام دی. د دې معنا داده، چې هر رای ورکوونکی د ګوتو د نښې او انځور تر څنګ تذکره او ستیکر هم باید ولري.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وایي: څومره، چې د امنیتي ځواکونو همکاري له مونږ سره ډېره وي؛ هومره به زمونږ د زړه ګراف ښه او ډاډمن وي. دا کار مونږ ته دا وړتیا رابښي، چې خپل کارونه او پلانونه سم پلې کړو.
د افغانستان لوی درستیز محمد شریف یفتلي وایي، د رڼو ټاکنو په ترسره کیدو، ډاډمنه رای ورکول به د دې لامل شي، چې په ۱۳۹۷ کال کې مو د ترهګرو په وړاندې جګړه بریالۍ وي.
پولیسو هم ژمنه کړې، چې په ټاکنو کې به هیڅ امنیتي ځواک مداخله ونکړي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد اختر ابراهیمي وایي، رسمي سپارښتنه شوې، چې د کورنیو چارو وزارت اړوندان په ټاکنو کې د چا په ګټه او یا زیان د لاسوهنې حق نلري.
سیاسي ګوندونو په دي ورستیو کې د اعتراض په ډول د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو شمېر ولایتي دفترونه تړلي، چې دې کار د ځینو نیوکې راپارولې دي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه9 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سوداگري21 hours ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
-
نړۍ7 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول