Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشریزې ټاکنې کړکیچ ته تللې دي- حکمتیار

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کوي، چې ولسمشریزې ټاکنې کړکیچ ته تللي دي.

له آریانا نیوز سره په خبرو کې نوموړي ویلي؛ دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې له ده سره اړیکې نیولي او ترې غوښتنه شوې، چې له اوسني کړکېچ څخه د وتو لپاره مشوره ورکړي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړې: دوی ته زما مشوره داده؛ راځئ له ملت او الله پاک سره رښتینې او ټینګه ژمنه وکړ او دا بحران حل کړو.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشراو ولسمشرۍ ته نوماند انجنیر حکمتیار وایي، که د رایو د شمېرلو بهیر د بایومتریک دستګاوو له لارې وي؛ خپله مخکښ دی، دوه یمه د ثبات اوهمپالنې ټاکنیزه ډ‌له ده او دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله په درېیم ځای کې راځي.

تر اوسه د ټاکنو د  پایلو په تړاو د ټاکنو خپلواک کمیسیون څه ندي ویلي؛ خو د ټاکنیزو ډلو څو مشران  ځانونه بریالي بولي.

اوس ټاکنیز کمیسیونونه او ټول نوماندان غواړي، چې یوازې بایومتریک رایې وشمېرل شي؛ خو د رایو په شمېرلو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لاسوهنه او یا هم د ټاکنو بې پایلې پاتې کیدل او دوه یم پړاو ته د ټاکنو تلل هم هغه څه دي، چې ښاغلی حکمتیار یې اندېښمن کړی دی.

ښاغلي حکمتیار ویلي؛ مونږ پوره باور لرو، چې بایومتریک رایې د اعتبار وړ دي؛ خو که په دې کې هم لاسوهنه ونشي، د رایو شمېر بدل نشي باوري یو، چې دولت جوړوونکې ډله به درېیم ځای خپل کړي او مونږ له ټولو ډېرې او پاکې رایې لرو.

څه موده مخکې د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیالامرالله صالح حکمتیار ته په خطاب کې ویلي وه؛ څوک، چې پر ټاکنو پښېمان دي او غواړي د جګړو لپاره بیا غرونو ته وخیژي، ځای یې پولیګون  او یا هم د عدلي طب سړخونه ده.

ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار په دې اړه ویلي؛ هیله من یو، چې ماشومانه څرګندونې ونکړي او افغانان ونه ګواښي. د افغانانو ګواښل به د دې سبب شي، چې نوره میړانه هم وښیي او د بدل لار خپله کړي. له حکومتي ډلو مو هیله داده، چې سوله ییزه لار خپله کړي نه د تاوتریخوالي.             

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکمتیار خبرو ته په غبرګون کې ویلي؛ دا ډول خبرې د عامه ذهیت له انحرافولو پرته بل څه نلري، ځکه دوی تر اسه د رای اچوونکیو د رایو پر شمېرلو خته دي.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!