Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر د پخلایني په برخه کې د دولت وزارت جوړوي- سرچینې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

حکومتي سرچینې وايي، چې د ولسمشر د دفتر رييس عبدالسلام رحیمي به د دغه وزارت وزیر و ټاکل شي.

یوه نیمه میاشت مخکې شاوخوا درې زره کسانو د مشورتي لویې جرګې په لړ کې ولسمشر غني ته وړاندیز وکړ، چې د سولې عالي شورا د ناکامیو له کبله باید لغوه کړي. اوس حکومتي سرچینې وايي؛ ولسمشر غواړي د پخلایني په برخه کې د دولت وزارت جوړ کړي، چې مشري به یې د ولسمشر د دفتر رييس عبدالسلام رحیمي ته وسپارل شي.

د مشرانو جرګې غړی محی الدین مصنف وایي، چې دا د اړتیا وړ جوړښت ندی؛ باید پر بنسټیزو غوښتنو راوڅرخيږي او د سولی عالی شورا ته د ډاډ وړ کسان وروپېژني.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه وايي؛ خو په اجرائيه ریاست او د سولې په عالي شورا کې ځينې سرچینې ، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي آریانا نیوز ته څرګندوي، چې د دغه وزارت د جوړیدو طرحه تر اوسه نده وروستۍ شوې.

اوس پوښتنه دا ده که د پخلایني وزارت جوړیږي، نو د سولې عالي شورا برخلیک به څه وي؟

د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم وایي؛ یو شمېر کسان د سولې عالي شورا له ناکامۍ خبرې کوي. په داسې حال کې، چې مونږ غوره پروګرامونه او لاسته راوړنې مو لرلي دي.  

وسلوالو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې په ناروي کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د نه تر سره کیدو وروسته د طالب استازیو یو پلاوی چین ته تللی دی. د ناروي خبرې؛ ځکه ونه شوې، چې وسلوالو طالبانو په دغو خبرو کې د عبدالسلام رحیمي او امرالله صالح له ګډون سره مخالفت کړی و.

سیاسي شنونکي وحید مژده ویلي، چې ورځ تر بلې د زلمي خلیلزاد هڅې له ماتې سره مخ کیږي او تر دې دمه طالبان په رښتیني توګه پېژندل شوي ندي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازی فاروق مجروح وایي؛  تر هغې، چې ښکېلې خواوې یو او بل ته تېر نشي بحثونه او خبرې به پایله ونلري.

ټاکل شوې، چې لس ورځې وروسته به امریکایي او طالب استازي د اووم ځل لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره جرګه شي؛ د بهرنیو ځواکونو وتل او ډاډمن افغانستان به د دغه پړاو د ناستو بنسټیزې خبرې وي. له هغه وروسته به بیا هم قطر د افغانانو د خپلمنځي خبرو کوربه وي. دغو خبرو ته د جرمني پر هڅو زمینه برابریږي.

خبریال: شاهپور فرهمند

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!