Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشریزې ټاکنې به پرته له بایو متریک سیستم تر سره شي- د ټاکنو کمیسیون

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آریانانیوزته د ټاکنوخپلواک کمیسیون پرېکړه راسېدلې، چې دټاکنو قانون د نولسمې مادې د دوه یمې فقرې مندرج حکم د را روانو ټاکنو لپاره د پلي کیدو وړ ندی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو پرېکړه لیک آریانا نیوز ته رارسیدلی، چې د ټاکنو قانون د نولسمې مادې په دوه یم بند کې د نوي تکنالوژۍ پر کارولو ټینګار شوی، چې ټاکنو کمیسیون یې په ولسمشریزو ټاکنو کې نه تطبیقوي. یوازې د رایو ورکوونکیو د ثبت پر مهال بایومتریک تکنالوژي کارول کیږي؛  خو د رایو ورکولو پر مهال لدې تکنالوژي کار نه اخیستل کیږي.

ټاکنڅاري بنسټونه د دړغه پروګرام وړاندې کولو ته د شک پر سترګه ګوري.

د افغانستان د ټاکنو څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي،  دغه پروګرام د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو لپاره وړاندې شوی دی.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس یوسف رشید ټینګار کړی، چې کمیسیون د ټاکنو د تر سره کیدو لپاره له بایومتریک تکنالوژۍله  کارونې  څخه لاس اخیستی دی.

ټاکل شوې وه، چې د را روانو ټاکنو لپاره د رایو ورکوونکیو د نوملیکنې لړۍ د پنجشنبې پر ورځ پیل شي، چې ونه شوه.

https://ariananews.af/wp-content/uploads/2019/05/فیصله-نامه.pdf

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!