Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر په لندن کې د نړیوالو د مرستو او همکاریو غوښتونکی شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

1

د لندن کنفرانس د پای په مراسمو کې ولسمشر غني په افغانستان کې شویو پرمختگونو ته اشاره وکړه او د نړیوالو د مرستو او همکاریو غوښتونکی شو.

افغان ولسمشر وویل، چې د ملي یووالي حکومت د افغانستان د بېلابېلو قومونو اکثریت په ځان کې رانغاړي او له اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله سره به گټورگامونه هم پورته شي.

ولسمشر غني دغه راز د افغان ځواکونو پیاوړتیا وستایله او وایي، چې د تېرو څلور کلونو په ترڅ کې د امنیتي مسوولیتونو له انتقال سره سم افغان ځواکونو له ځانه ښې وړتیاوې ښودلي او د هېواد په ډېرو برخو کې یې امنیت ته اوږه ورکړې ده.

د بریـتانیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ښې حکومتدارۍ غوښتونکی شو او د فساد په وړاندې یې د چټکې مبارزې غوښتنه وکړه.

نومخوړي وړاندیز وکړ، چې په افغانستان کې باید د یو لړ اصولو له په پام کې نیولو سره مثبت بدلون ته لاره اواریدلی شي.

دیوید کامرون وویل؛ د نړۍ ترټولو بریالي هېوادونه هغه دي، چې فساد په کې شتون نلري، پیاوړې زیربناوې ، ښه او پراخه حکومتداري، آزاد او مناسب انتخاباتي نظام، د قانون حاکمیت، وړ عدلي سیسټم، مارکتونو ته لاسرسی، آزاد مطبوعات، چې خلک د زنداني کیدو له وېرې د فساد په افشا کولو کې رول ولوبوي.

ښاغلي کامرون دا هر څه طلايي ارزښتونو وبلل.

نوموړي له افغانستان سره د خپل هيواد د همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې دوی هڅه کوي د فوتبال له لارې هم د دواړو هيوادونو اړیکې ژورې کړي او پدې برخه کې یېډاډ څرگند کړ، چې د افغانستان د فوتبال له فدراسیون سره یې گډ کار هم پیل کړی دی.

د بریتانیا د پراختیایي مرستو وزیره د لندن کنفرانس د افغانستان لپاره ډېر مهم بولي، او وایي، په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له خوا په خپلو مرستو ټینگار او د افغان دولت له خوا د سمونونو د راوستو لپاره ژمنې کولی شي د دغه هېواد د پراختیا لپاره نوي مسیر ته زمینه برابره کړي.

د بریتانیا د پراختیایي مرستو وزیره زیاتوي، افغان دولت د سمونونو د راوستو لپاره روښانه پروگرامونه لري، خو اوس هم د امنیت او ثبات په وړاندې ننگونې شته.

د افغانستان په اړه د لندن نړیوال کنفرانس د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر فلیپ هاموند په وینا؛ د لیندۍ په ۱۳ پیل شوی او د دغه کنفرانس د جوړیدو موخه د افغاسنتان په تړاو د توکیو د کنفرانس د ژمنو یوځل بیا تازه کول دي. د توکیو په کنفرانس کې د مرستندویو هېوادونو ژمنې به له دې وروسته په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخو کې افغانانو ته پلې شي.

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!