Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر د پاکستان د باور د جلبولو لپاره له هند سره خپلې اړیکې کمې کړي دي – کارپوهان

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-02-11-18h49m49s4

دافغان ولسمشر لخوا د هند د پوځي مرستو ځندول د ولسي جرګې او سیاسي کارپوهانو د نیوکو سره مخامخ شوه.

دوی د افغان ځواکونو په تجهیز او تمویل کې د هند رول مثبت ارزوي او وایي چې هند تل له افغانستان سره دوستانه اړیکي درلودي او باید د دوی مرستې ونه ځنډول شي.

په دي اړه موهڅه وکړ ه چې د ولسمشرۍ نظر واخلو؛ خو بریالي نشو.

داسی ویل کیږي چې ولسمشر غنی له افغانستان سره د هند پوځی مرستی رد کړي دي.

دا په داسی حال کې ده چې پخوانۍ ولسمشر هند ته د پوځي تجهیزاتو لیست ورکړي وه تر څو له افغانستان سره مرسته وکړي؛ خو کله چې دا وړانديز د هند لخوا ومنل شوه؛ نوی ولسمشر هغه وځنډول.

د ولسي جرګې یو شمیر غړي د ولسمشر دا اقدام د هیواد د ګټو خلاف بولي.

شریفی بلخ ابی دولسي جرګي غړی:

ولسمشر د پاکستان د اعتماد د جلبولو لپاره له هند سره خپلی اړیکی کمي کړي دي چې د ا دافغانستان په ګټه ندی. له پاکستان سره د اړیکو د ساتلو تر څنګ باید هند هم له پام ونه باسی.

یو شمیر کار پوهانو تر دې وړاندې اریانا نیوز ته ویلي وو چې ولسمشر غني هند د انتظار په حالت کي پریښی دی او غواړي چې په بدل کي د افغانستان پر وړاندي د پاکستان باور زیات کړي تر څو د سولی او تر هګري سره دمبارزي په برخه کي د پاکستان ملاتړ خپل کړي؛ خو مثبت پایله به ونلري.

په عین حال کې یو شمیر سیاسي کارپوهان په افغانستان کي د هند رول مثبت ارزوي او وايي چې افغانستان له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه د سیمې د هیوادنو مرستو او همکارۍ ته اړټیا لري.

سیاسی کار پوه میاګل وثیق:

ټولې ګټې باید بیلانس شی تر څو سیمه ییزې همکارۍ زیاتی شي او حکومت ټولو ته د اعتماد فضا رامنځ ته کړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!