Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر او امنیتی چارواکې د هېواد د امنیت په ساتنه کې ناکام دي- ولسي جرگه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

jerga

ولسي جرگې د هېواد امنیتی وضعیت او په ځانگړي توگه د کندوز د امنیتی وضعیت په اړه د اندېښنی په څرگندولو حکومت د امنیت په تامینولو کې په پاتی راتلو تورن کړل او د امنیتی سکتور د مسوولینو د استیضاح غوښتنه وکړه.

د ولسي جرگې رییس عبدالروف ابراهیمي وایي، په خواشینۍ، چې له ولسمشره نیولي بیا د امنیتی سکتور تر وروستیو کسانو پوري د امنیت په تامین کې ناکام دي. تاسې پرېکړه وکړئ؛ ځکه پرته له استیضاح بله لار نلرو.

د ولسي جرگې یو شمیر غړي وايي که، کندوز سقوط وکړي؛ نو د شمال ټول ولایتونه به له سقوط سره مخ شي. ولسمشر د اعلی سر قوماندان په توگه مسوولیت لری، چې ژر تر ژره امنیتی تدابیر ونیسي.

په ولسي جرگه کې د بامیانو استازیعبدالرحمن شیداني وایي، پر کندوز برید شوي ؛ اعلی سر قوماندان مسوولیت لري، چې د خلکو د سر، مال او امنیت ساتنه وکړي.

په ولسي جرگه کې د فاریاب استازی نقیب الله فایق وایي، جگړه د کندوز کوڅو ته رسیدلي؛ مونږ په هېواد کی د بهرنیو او کورنیو ځواکنو په شتون کې بیا هم د امنیت ساتنه او د ای ، اس ،اي په وړاندی له ځان دفاع نشو کولی.

د نوموړي په وینا؛ په کندوز کې معامله شوي.

په ولسي جرگه کې د کابل استازې نظیفه ذکي وویل، ټول ښار د طالبانو تر پوښښ لاندي دی. تر اوسه دوی ته مرسته نده رسیدلي. که کندوز سقوط وکړي؛ نو اړینه ده، چې شمال ولایتونه به له سقوط سره مخ کیږي.

داپه داسی حال کې ده، چې د ملي یوالي حکومت له جوړیدو سره په هېواد کې ناامني ورځ تر بلي پراخیږي. ان دا، چي په لنډ مهاله توگه یو شمېر ولسوالی هم له سقوط سره مخ کیږي.

ولسي جرگې د امنیتی سکتور د مسوولینو د استیضاح غوښتنه وکړه او د استیضاح له پاره لاسلیکونه را ټول شول.

خبریال: عبدالعزیز کریمی.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!