Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشرۍ ماڼۍ: افغانستان له هر هېواد سره تړون کولای شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د ملي ګټو او امنیتي حالاتو د ښه کولو له پاره کولای شي له هر هېواد مرسته وغواړي.

 د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال چین او روسیې ته د ملي امنیت د شورا د ريیس او د ملي دفاع وزارت د سرپرست وروستیو سفرونو ته په اشارې وايي، افغانستان هڅه کوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دې هېوادونو زیاته همکاري خپله کړي.

 د ملي شورا یو شمېر غړي هم وايي چې په هېواد کې نا امنیو او د داعش فعالیت ته په کتو له افغانستان سره د چین او روسیې مرستې او همکارۍ ګټورې تمامېدای شي.

په دې وروستیو کې روسیې او چین ته د ملي امنیت شورا ريیس او د ملي دفاع وزارت د سرپرست له جلا سفرونو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې افغانستان د خپلواک هېواد په توګه له هر هغه هېواد څخه د همکاریو او مرستو غوښتنه کولی شي چې ملي ګټي یې غوښتنه وکړي.

 د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې ترهګري سیمې ته ګډ ګواښ دی نو ځکه په کار ده چې په دې برخه کې له افغانستان سره ډېره همکاري وشي.

په همدې حال کې د ملي شورا یو شمېر غړي د افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د چین او روسیې مرستې مهمې ګڼي.

د ولسمشر د وياند مرستيال په ټليفوني اړيکه کې وايي:

” د حکومت د دوو چارواکو سفرونو يو طبیعی کار دی، افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې له ترورېزم سره د مبارزې له پاره د سيمې د هېوادونو ملاتړ خپل کړي. افغانستان يو خپلواک هېواد دی، خپلو ملي ګټو ته په کتو سره هر وخت کولای شي له هغو هېوادونو سره چې زموږ ګټې تامين کړای شي، تړونونه ولري.”

د مشرانو جرګې غړی نثار حارس وايي:

” په تېرو څو کلونو کې د ترورېزم د له منځه وړلو په برخه کې د امريکا رول ډېر کمزوری و، که روسیه افغان پوځ په پرمختللو وسلو سمبال کړي کولای شي د ګواښ په وړاندې ودرېږي.”

د روسیې د ملي دفاع وزارت مرستیال وېره ښودلې چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو له وتو سره په یوه وخت کې داعش هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاره ومومي. ده ویلي چې لا نه ده څرګنده چې افغان حکومت له داعش سره په خپلواکه توګه مبارزه وکړي او که کنه.

ښايي د ا فغانستان له پولو څخه داعش د منځنۍ اسیا او ان د چین شیچین ایالت ته لاره وکړي. له افغانستان څخه نړیوال سرتېري وځي او دا پوښته شته چې کابل به په یوازې سر وکولای شي له دغې ډلې سره مبارزه وکړي؟

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر هم د افغانستان د امینتي وضعیت د خرابېدو په هکله اندېښنه ښودلې وه.

 

 

 

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!