سیمه ییز خبرونه
وروستى بريد حقاني شبكې كړى، چې موخه يې د امريكا سفارت و- رايان كراكر
د كابل بريدونه د امريكا او ناټو سازمان له خوا په كلكه غندل شوي او وايي، چې:
دا ډول پېښې به له افغانستان سره د دوى همكاري اغېزمنه نه كړي.
په كابل كې د امريكا سفيررايان كراكر وايي، چې:
دا بريد د حقاني شبكې د غړيو له خوا شوى، چې په پاكستان كې مېشت دي او موخه يې د امريكا سفارت و.
كراكر وايي:
وسله وال بريد كوونكي د دوى او افغانستان گډ دښمان دي او دې بريد دوى وهڅول، چې د افغانستان له حكومت او خلكو سره خپلې مرستې زياتې كړي.
هغه وايي:
له بريده په سفارت كې څلورافغانان ټپيان شوي دي.
په كابل كې د امريكا سفيررايان كراكر وويل، چې:
په دې بريد كې ښايي بهرنيان هم لاس ولري؛ ځكه، چې د بريد عاملين د حقاني شبكې غړي وه، چې د پاكستان په شمالي وزيرستان كې مېشت دي.
كراكر وايي:
په دې بريد كې د سفارت يو افغان ساتونكى او درې نور افغانان، چې د ويزې اخيستلو په موخه ورغلي وه سرسري ټپيان شوي دي.
هغه وايي:
دا ډول پېښې دوى نور هم هڅوي، چې له افغان حكومت سره خپلې همكارۍ زياتې كړي او په دې برخه كې به د امريكا له ولسمشر او بهرنيو چارو له وزيرې سره هم خبرې وكړي .
د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلري كلنټن وايي، چې:
په كابل كې د دوى پرسفارت بريد به په دې هېواد كې د امريكا ماموريت اغېزمن نه كړي .
كلنټن وايي، چې:
امريكا به د بريد عاملين تعقيب او د سيمې د خوندي كولو په موخه به هغو كسانو ته سزا وركړي ، چې دا ډول ترهگر بريدونه كوي .
د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلري كلنټن ټينگار كړى، چې:
جگرمار طا لبان او د دوي ملگري تل هڅه كوي، چې د افغا نستان د امنيت او پرمختگ پر وړاندي خنډ شي . مونږ اوِضاع له نږدې څارو او له خپلو نويو ژمنو سره پر مخ ځو او افغا نانو ته به، چې ډېرې ستونزي يي گاللي د يو ښه راتلونكي زمينه برابره كړو.
د ناټو عمومي منشي اندريس فوگ را سموسن هم د دې بريد په اړه په خپل غبرگون كې ويلي، چې د دې بريد موخه د امنيتي مسووليتونو د ليږد بهيرناكامول دي.
راسموسن ټينگار كوي، چې:
طالبان هڅه کوي، چې د ليږد بهير له ستونزو سره مخ کړي، خو دوی به د دې پروسې مخه ونه شي نيولى او د مسوولیتونو د سپارلو پروسه به په سمه ټوگه تر سره شي .
له بل لوري د امريكا دفاع وزارت وياند جورج لټل وايي، چې:
دا ډول بريدونه به له دې هېواده د امريكايي ځواكونو د ويستلو بهير له خنډ سره مخ نه كړي .
سیمه ییز خبرونه
د حماس مشر له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته ځي
رویټرز راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه به د روانې اوونۍ په پای کې ترکیې ته له ولسمشر طیب اردوغان سره د خبرو لپاره سفر کوي. پداسې حال کې، چې د انقرې لوړپوړي ډیپلوماټ د چارشنبې پر ورځ دوحې ته د سفر په بهیر کې د حماس له مشر سره لیدلي دي.
ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی؛ په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندي او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده. اردوغان حماس د “آزادۍ غورځنګ” بولي او پر لویدیځ یې نیوکه کړې، چې له اسرائیلو ملاتړ کوي. دغه راز انقرې پر اسرائیلو سوداګریز بندیزونه هم لګولي دي.
اردوغان په پارلمان کې خپلو ګوندي وکیلانو ته ویلي، چې زه به د روانې اوونۍ په پای کې د فلسطین د مشر کوربهتوب وکړم. مونږ به پر یو شمېر مسلو هم خبرې وکړو.
د اکټوبر پر اوومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل او له ایران سره د اسرائیلو له روان کړکېچ راپدیخوا به دا ترکیې ته د هنیه لومړنی سفر وي.
اردوغان د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران یوازې د سیمهییز بحران مسوول دي.
اردوغان دا هم ویلي؛ تر هغې، چې ژوندی وي د فلسطین د مسئلې ملاتړ ته به روان ساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه د سفر د مهالوېش نور جزئیات خپاره شوي ندي.
سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه) ویلي، چې هېواد به یې په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو د پام وړ پانګونه وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سعودي پانګوال پر کرنه، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او هوايي چلند په اړوند برخو کې پانګونې ته لیواله دي.
له دې مخکې اسلامآباد اعلان کړی و، چې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۵ میلیارډ ډالرو پانګونې ته ژمن دی.
د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووهویشتمه) د سعودي هېواد بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاه د یوه پلاوي پر مشرۍ اسلامآباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان د سعودي پلاوي ته د پانګونې لپاره د احتمالي پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
د سعودي بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پانګونې د احتمالي فرصتونو په اړه د پاکستان حکومت یادونه د ستاینې وړ ده.
هغه وایي: دا مونږ ته اړین باور راکوي، چې پر ارزښتمنو پروژو پانګونه وکړو.
هغه زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې مونږ به د پام وړ ګامونه پورته کړو.
د سعودي عربستان لوړ پوړی پلاوی؛ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په مکهمکرمه کې د وروستۍ لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر هوکړه لیکونو، د خبرو لپاره راغلی دی.
شهباز شریف تېره اوونۍ له سعودي ولیعهد سره ملاقات کړی و او د پېنځه اربه ډالرو د پانګونې د ګړندي کولو په اړه یې خبرې اترې کړې وې. پاکستان ته پکار ده، چې د بهرنیو اسعارو د کمېدو زیرمې راکمې کړي او بهرني پورونه ورکړي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په پسرلنیو غونډو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی او هلته به د پور د نوي پروګرام لپاره رسمي خبرې پیل کړي.
دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څلیریشتمې مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
سیمه ییز خبرونه
په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو
د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یواینډيپي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.
ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ2 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي