تازه خبرونه
هډوال: د ډالر په وړاندې د افغانیو اوسنی ارزښت د قناعت وړدی
د افغانستان بانک چارواکي وایي چې د ډالرپه وړاندې د افغانیو اوسنی ارزښت دوی ته د قناعت وړدی.
دوی وايي، د سیمې د هیوادونو داسعار په نسبت افغانیو اوس هم خپل ارزښت ښه ساتلی دی.
مسولینو د افغانیو د ارزښت په هکله هر ډول اندیښنی بې اساسه بولي او وايي په راتلونکی ربعه کې به د ډالرو په وړاندې د افغانی د ارزښت د ساتنی لپاره اته سوه وپنځوس میلیونه ډالربازارته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک سرپرست خان افضل هډوال وایي د افغانۍ دنرخ په اړه په بازار بشپړ کنټرول لري.
دی زیاتوي چی د افغانۍ د قیمت د ثابت د ساتلو لپاره د افغانستان بانک په خزانه کې یولس ملیارده ډالر شته چي هر وخت کولی شي د بازار کنټرول په لاس کې واخلی.
“موږ به په راتلونکي دریو میاشتو کي د افغانۍ د رانیولو لپاره ۸۵۰ میلونه ډالر بازار ته وړاندی کړو او موږ کافي اندازه پیسې لرو چی ترڅو بازار کنټرول کړو.“
د افغانستان بانک دچارواکو په وینا په روان کال کې به د اوسنیوافغانیو ترڅنګ ۱۱ سلنه نوي بانکنوټونهچاپ او بازارته به د چلند لپاره وړاندي کړي.
خان افضل هډه وال زیاتو چې په روان کال کي به دخصوصی بانکو نه دڅارنی موضوع جدي ونیسي.
“ موږبه له دي روسته د بانکو نو څخه د ارزونې لړۍ ته زور ورکړو که څه هم د بانکو نوپه مدریت کې ښه والی راغلی؛ خو بیاهم غواړو څارنه زیاته کړو.“
دافغانستان بانک د چارواکو په وینا ډیرژربه د پیسو د نړیوال صندق هغه دري وړاندیزونه هم پشپړ کړي چې پراساس یی د افغانستان بانکو نه دتور لیست له خطر څخه خلاص شي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه22 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ20 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی21 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ