تازه خبرونه
هند د افغانستان ستراتیژیک ملگری دی
د افغانستان د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وايي چې هند د افغانستان ستراتیژیک ملګری دی او افغانستان د هند په مرستو حساب کوي.
ویل کیږي یو ځل بیا هندي چارواکو له افغانستان څخه په پوځي برخو کې د خپلو اړتیا وو د نوملړ غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کېولسي جرګه هند ته د افغان ولسمشر سفر مثبت ارزوی، او زیاتوي چې هند باید له افغانستان سره پوځي مرستې وکړي.
هند چې د افغانستان ستراتیژیک ملګري بلل کیږي، د افغان ولسمشر د درې ورځنی سفر کوربه دی.
په افغانستان کې قانون جوړونکي او د پوځي بنسټونو چارواکي هیله مند دي چې د افغان ولسمشر دغه سفر به مثبتې پایلې له ځان سره ولري.
د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي چې هند ته په کار ده چې د خپل هیواد د امنیت او له داعش څخه د خوندیتوب لپاره له افغانستان سره پوځي مرستې وکړي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیراحمدزي:
“هوايي مرستې باید پرته له قید او شرط وي؛ ځکه چې هند هم له ګواښ سره مخ دي او باید چې د اقتصادی مرستو تر څنګ هوايي او پوځی مرسته هم وکړي.“
د ولسي جرګي غړې نیلوفر ابراهیمي:
“د نړیوالواړیکو لپاره دا سفر اړین او له لاسته راوړنو ډک دی، هند تل له افغانستان سره مرستې کړي دي او د افغانستان د جغرافیایي موقیعت په لرلو سره هند هم افغانستان ته اړتیا لري.“
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه هم په دې باور دي چې هند د افغانستان ستراتژیک ملګری دی او له افغانستان سره د هند مرستې به ګټورې وي.
د ملي دفاع وزارت ویاند مرستال دولت وزیري:
“هند له موږ سره د ښوونې او روزنې په برخو کې ډېره مرسته کوي. همدا اوس زموږ لسګونه تنه زده کړیالان او افسران په هند کې په زده کړو بوخت دي چې دا د د دوی د مرسته لومړۍ برخه ده؛ او همدا رنګه هند له موږ سره څو ورځې مخکې د چیتا په نوم د دریو هلیکوپترو مرسته کړې ده.“
د کورنیو جارو وزارت ویاند صدیق صدیقي:
“موږ په سیمه کې د هند په څېر یو ځواکمن ملګري ته اړتیا لرو چې تل د افغانستان د خلکو یو ښه دوست پاته شوی او موږ له هند سره په دوستۍ ویاړو.“
د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چې افغان دولت باید په خپل بهرني سیاست کې هغه نزاکتونه په پام کې ونیسي چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هیوادونه یې له افغانستان څخه تمه لري.
د ولسي جرګې غړیشریفي بلخابي:
“په تاسف سره چي د حکومت بهرنی سیاست او ډیپلوماسي کې افراط او تفریط لیدل کیږي چې پر هیواد به منفي اغیز وکړي؛ ولسمشر باید چې توازن ته ډیر دقت وکړي.“
دولسي جرګې غړیشیر ولي وردک:
“دواړه هیوادونه هند او پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې داسې حکومت وي چې ورته وفادار وي؛ پاکستان هڅه کوي چې افغانستان له هند سره په مخالفت او د پاکستان سره نیږدې واوسي.“
تر دې مخکې د افغانستان ګاونډي هیواد پاکستان پوځي چارواکو منلې وه چې دوی په افغانستان کې له هند سره نیابتي جګړې ته دوام ورکړی، خو ولسمشر اشرف غني په ټینګار سره ویلي هیچا ته به اجازه ورنکړي چې افغانستان د نیابتي جګړې مرکز وګرځوي.
خبریال: عبدالعزیز کریمی
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ