Connect with us

تازه خبرونه

هلمند والي د سرتېرو جلب و جذب ته له هلمندیانو مرسته وغوښته

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-09-16-16h02m07s140

د هلمند والي د دې ولايت له اوسيدونکیوغواړي، چې د سرتېرو په جلب او جذب کې له دوی سره مرسته وکړي.

د هلمند والي حیات الله حیات په داسې حال کې د دې ولايت له اوسيدونیکو څخه د امنيتي ځواکونو ليکو ته د ځوانانو د جلب او جذب غوښتنه کوي، چې په هلمند کې له تېر يو کال راپه ديخوا د جګړې ډګرتود او د نارسمي شمېر له مخې سلګونه سرتېرو يې په لړ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

حیات الله حیات د هلمند له اوسيدونکیو وغوښتل، چې د همدې سرتېرو هیلو او آرمانونو ته د رسیدو لپاره اړينه ده، چې خپل ځوانان د امنيتي ځواکونو لیکو ته ورکړي، چې وسلوال مخالفين له ماتې سره مخ او پرمختګ ته لار اواره شي.

هغه همدا راز د هلمند له اوسیدونکیو څخه د شته سرتېرو د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه، چې وکولی شي په ډاډمنه توګه د وسلوالو مخالفينو پلانونه شنډ کړي.

vlcsnap-2016-09-16-16h01m08s78

د هلمند ولايتي شورا رییس محمد کریم اتل وايي، د سرتېرو په جلب او جذب کې پوره هڅې ترسره شوي؛ خو د جګړې په کرښو کې د امنيتي مسوولينو لخوا سرتېرو ته نه پاملرنه، د شهيدانو د کورنيو د حقونو تر پښو لاندې کول، د جګړې پروخت سرتېرو ته په وخت نه رسيدل او د دوی د نغدي حقونو خوړل هغه لاملونه دي، چې امنيتي ځواکونو او خلکو ترمنځ  يې واټن  ډېرکړی او ځوانان دغو ليکو ته نه ليږي.

هغه په ډاګه کړې، چې، په وار وار یې په غونډو او نورو پروګرامونو کې د هلمند له خلکوهم دا غوښتنه کړې؛ خو تر اوسه پورې يې دا غوښتنه د امنيتي ځواکونو په لیکو کې د پوره عدل د نشتوالي له کبله نه ده پوره شوې.

هلمند د هېواد په کچه ډېر ناامنه ولایت دی، چې خلک یې له دولتي خدماتو بشپړلیرې پاتې دي.

خبریال: نعمت الله زهير.

Advertisement

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډاډ څرګنده کړ او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!