Connect with us

تازه خبرونه

هلمند ته د امریکا د سمندري ځواک ۳۰۰ کسیزه ډله استول کیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-01-07-10h57m21s110

امریکا غواړي په راتلونکي پسرلي کې هلمند ته یوه درې سوه کسیزه ضربتيقوه واستوي،چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مشورې او روزنې په برخه کې مرسته وکړي.

واشنګتن پوستد جمعې په ورځ د سمندري ځواکونو د افسرانو په قول ویلي،چې ممکن دا پوځیان په هلمند کې له جګړې سره هم  مخ شي.

مليتري دات کام پوځي وېبپانې د امريکا د سمندري ځواکونو د جنرال جان لوو د وینا له مخې ليکلي: د افغانستان په موسم کې بدلون راروان دی. مونږ تياری کوو، چې نور سمندري ځواکونه افغانستان ته د پوځي مشورو او د اړتيا پر مهال جگړو کې د گډون لپاره ولېږو. دغه سمندري ځواکونه به د افغان امنيتي ځواکونو د ماتې مخنيوی کوي او هڅه به کوي، چې د افغان ملي اردو له لاسه وتلې سيمې بېرته له طالبانو ونيسي.

دوه کاله وړاندې د امريکا سمندري ځواکونو په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت پای ته رسولی و؛ خو د امريکا دفاع وزارت اوس يو ځل بيا پرېکړه کړې، چې افغانستان ته نور سمندري ځواکونه راولېږي.

اوسمهال د ناتو پر دوه زرهځواکونو سربېره لس زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې پراته دي او د تېرکال په جولای کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي وه؛ امريکايي او ناتو ځواکونو ته يې اجازه ورکړې، چې په پوځي عملياتو کې برخه واخلي او په وينا يې په افغانستان کې به د پاتې کیدونکیو امريکايي سرتېرو شمېر له اعلان شوي اټکله زيات وي.

د واشنګتن پوستورځپاڼې د راپور له مخې؛نژدې درې سوهسمندري ځواکونه به هلمند ته واستول شي،چې کابو یوه لسیزه په کې امریکايي او بریتانیايی پوځیانو د طالبانو پر ضد جګړه کړې ده.

دا درې سوه کسیزه پوځې ډلهبه د اتل دوه سوه پېنخلسقول اردو او د پولیسو د پېنځه سوه پېنځمزون ځواکونو ته مشورې ورکړي.

دا سمندري ځواکونه به د لښکرګاه په کمپ کې دېره شي؛خو ورسره په یو وخت به په نورو اډو کې هم میشت وي.

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!