Connect with us

تازه خبرونه

نی: طالبان د خبريالانو کورونه لټوي چې د حقايقو د خپرولو مخه ونيسي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

وسله والو طالبانو په کندز کې بشر ضد جرمونو په لړ کې د رسنیو څلور دفترونه سوځولي دي او د سیمه يیزې راډیو یو خبریال یې وژلی دی. د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي چې وسله وال طالبان د خبریالانو کورونه لټوي ترڅو د حقایقو د خپرولو مخه ونیسي. د دغه بنسټ ريیس د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو دغه عمل جنګي جنایت وګڼي.

په کندز د وسله والو طالبانو له ولکې وروسته د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړې ادارې (نی) رپوټونه خپاره کړل چې وسله والو طالبانو په عامه المنفعه ځایونو او خلکو هېڅ رحم نه دی کړی او بشري جنایتونه یې کړي دي.

د نی مسولین وايي چې وسله والو طالبانو د رسنیو ځيني دفترونه چور کړي او یو خبریال یې وژلی دی.

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرايي رییس مجیب خلوتګر وايي:

«د رسنيو څلور دفترونه ځينې سوزول شوي او ځينې هم لوټل شوي دی، د نړيوالو بشري حقوقو له مخې بايد په جګړه کې عام المنفعه ځايونه خوندي وي. په جګړه کې ښکېلې دواړې غاړې يې بايد وساتي. د کندوز په جګړه کې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د پښتونيار په نوم د سيمه ييزې راډيو يو خبريال وژل شوی دی.»

د دغه بنسټ مسولین اندېښنه څرګندوي چې لا هم وسله وال طالبان د خبریالانو د لټون هڅې کوي.

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرايي رییس مجیب خلوتگر زياتوي:

«طالبان نه بشري حقونو او نه هم اسلام ته درناوی لري، دوی عام خلک او خبريالان ځوروي، دوی د هر خبريال کور پلټي او نه يې پرېږدي چې حقيقتونه خپاره کړي.»

له کندز څخه رپوټونه وايي چې په تازه عملیاتو کې د دغه ښار زیاتره برخه له وسله والو طالبانو پاکه شوې ده.

 

 

Advertisement

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!