Connect with us

سیمه ییز خبرونه

نږدی راتلونکې کې به امريكايي ځانګړي ځواكونه له ميدان وردګو ولايت څخه ووځي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آيساف وايې، چې افغان ولسمشر او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو لوى قوماندان جنرال جوزف ډانفورد په كابل كې د خپلې د چهارشنبې ورځی ليدنې پر مهال هوكړه كړې، چې له ميدان وردګو ولايت څخه به امريكايي ځانګړي ځواكونه وځي. بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم دا خبر تاييد كړى او وايې، د امريكايي ځانګړو ځواكونو پر ځاى به افغان ځواكونه ځاى پر ځاى شي.

افغان ولسمشر حامد كرزي او په هېواد كې د دېره بهرنيو ځواكونو لوى قوماندان جنرال جوزف ډانفورد د چهارشنبې په ورځ ( د کب ۳۰ ) په كابل كې د كتنې پر مهال په دې سلا شوي، چې امريكايي ځانګړي ځواكونه به له ميدان وردګو ولايت څخه وځي.

ولسمشرۍ ماڼۍ او آيساف ځواكونو دا خبر تاييد كړى دى.

په ورته وخت كې د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ‌ظاهر عظیمي وايې:

امريكايي ځانګړي ځواكونه د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ كې مېشت دي او په نږدې راتلونكې كې به دغه ځواكونه له نرخ ولسوالۍ څخه ووځي او پر ځاى به يې افغان ځواكونه هلته مېشت شي.

د ملي دفاع وزارت وياند زیاته کړه، چې افغان ځواكونه دا مهال د ځينو پر مختګونو تر څنګ له يو لړ ننګونو سره هم مخ دي، خو دوی به تر ۲۰۱۴ كال پورې د افغان ځواكونو د كېفيت او كمېت په برخو كې ډېر كار وكړي.

ده زياته كړه كېداى شي د هوايي ځواك په برخه كې ستونزه پر خپل ځاى پاته شي.

ښاغلي عظيمي وويل، دا مهال د ۷۶ سلنه وګړو امنيت افغان ځواكونه ساتي، امنيتي حالت د تېر كال په پرتله په ۱۳۹۱ كال كې په سلو كې شل ښه شوى او افغان ځواكونو په سلو كې څلور اتيا عمليات په يواځې سر تر سره كړي دي.

د ملي دفاع د وزارت وياند وايې، په ۱۳۹۱ لمريز كال كې ۱۱۸۳ افغان پوځيان وژل شوي په داسې حال كې، چې په ۱۳۹۰ كال كې ۸۴۱ افغان پوځيان وژل شوي وو.

د ملي دفاع د وزارت چارواكي همدارنګه وایی، په ۱۳۹۲ كال كې به له نړيوالو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي مسئوليتونو د لېږد څلورم پړاو پېل شي، خو دوی يې كره نېټه په ډاګه نه كړه.

د ملي دفاع وزارت همدا راز وايې، د ملي اردو د سرتېرو شمېر دا مهال يوسلو پنځه نوي زرو ته رسېدلى دى.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

د ایران او پاکستان د ګاز‌نللیکې له غځولو ملاتړ نکوو – امریکا

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ( د وري اوومه) ویلي، چې د ایران او پاکستان د ګاز‌نللیکې له غځولو ملاتړ نکوي او له تهران سره، چې د واشنګټن د بندیزونو له خطر سره مخ دی؛ د سوداګرۍ پر نکولو ټینګار څرګنوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران او پاکستان د ګاز‌نللیکه، چې د سولې نللیکه یادېږي.

دغه راز دا نللیکه د تهران او اسلام‌آباد ترمنځ یوه اوږدمهاله پروژه ده، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا څو ځلې ځنډول شوې او مالي چارې یې له ستونزو سره مخ شوې دي.

دا نللیکه له ایران څخه پاکستان ته، چې ​​ختیځ ګاونډ یې دی؛ طبیعي ګاز لېږدوي.

ایران او پاکستان تېر اوړي دا پېنځه کلن سوداګریز پلان لاسلیک کړ او هوکړه وشوه، چې خپله دوه اړخیزه سوداګري به پېنځه میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي.

په دې وروستیو ورځو کې د تهران پر وړاندې د واشنګټن د بندیزونو په اړه د اسلام‌آباد په تګلاره کې له پاکستانيو چارواکو متضادې څرګندونې اورېدل کېږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي؛ د پاکستان حکومت له ایران څخه د طبیعي ګازو د واردولو د نللیکې د جوړولو لپاره د امریکا له بندیزونو او اجازې څخه معافیت ته اړتیا نلري.

دغه راز د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک ټینګار کړی، چې هېواد یې د امریکا له بندیزونو څخه د معافیت په لټه کې دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سې شنبې پر ورځ په یو خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ تل ټولو ته دا مشوره ورکوو، چې له ایران سره سوداګري زمونږ د بندیزونو خطر لري او مونږ له ټولو غوښتي، چې د دې مسلې ټولو اړخونو ته پوره پاملرنه ولري.

له دې مخکې د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو ویلي وه، چې اسلام‌آباد له ایران سره د ګازو د سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره له بندیزونو د معافیت غوښتنه نده کړې او واشنګټن یې ملاتړ نکوي.

تېره میاشت د پاکستان چارسمبالي حکومت د دې نللیکې د ۸۰ کیلومټره برخې د جوړولو منظوري ورکړه، چې تر ډېره حده یې د ۷ میلیارډ ډالرو په پروژه کې د کلونو ځنډونو له کبله ایران ته د میلیاردونو جریمې د ورکولو مخه ونیوله.

ایران او پاکستان د ۲۰۰۹ کال په جون کې د ګازو د پېر او پلور تړون لاسلیک کړ، چې د نللیکې لپاره به د ایران له جنوبي پارس څخه پاکستان ته هره ورځ له ۷۵۰ میلیون څخه تر ۱ میلیارډ مټر مکعب ګاز صادروي.

ایران ادعا کوي، چې تر ۲۰۱۱ کال پورې یې له خپلې غاړې د ۹۰۰ کیلومټره نللیکې د غځولو چارې بشپړې کړي؛ خو د پاکستان له لوري یې د جوړولو کار ندی پیل شوی.

په تېرو کلونو کې ایران څو ځلې پاکستان ته ګواښ کړی، چې د نړیوال منځګړتوب او له تړون څخه د سرغړونې له کبله به ۱۸ میلیارډ ډالره جریمه شي.

د یادونې ده، چې تهران د اټومي پروګرام له کبله له تېرې یوې لسیزې راپدیخوا د واشنګټن تر بندیزونو لاندې دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د مسکو د برید تر شا امریکا، بریټانیا او اوکراین لاس لري – FSB

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۳)

د روسیې د فډرالي امنیتي خدماتو (FSB) رییس الکساندر بورتنیکوف د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ امریکا، بریټانیا او اوکراین د مسکو د وسله‌وال برید تر شا لاس لري، چې په کې لږ تر لږه ۱۳۹ کسان ووژل شول.

اوکراین په دې برید کې، چې پړه یې داعش وسله‌والې ډلې منلې؛ د روسیې تورونه رد کړي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې لویدیځو هېوادونو ویلي؛ د دوی استخباراتي څرګندونې ښیي، چې د داعش افغان څانګه د برید مسووله ده.

روسیې د شنبې پر ورځ ویلي، چې مسکو ته نږدې یې د کنسرت په یوه تالار کې يې پر ډزو او وژنې تورن ټول څلور وسله‌وال نیولي دي.

داعش د جمعې د ورځې د وسلوال برید پړه پر غاړه واخیسته؛ خو داسې نښې نښانې شته، چې روسیه یې له اوکراین سره اړیکې څاري. په داسې حال کې، چې اوکرایني چارواکې په کې لاس لرل ردوي.

د مسکو والي اندرې وروبیوف ویلي؛ په ۲۴ ساعتونو کې له کنډوالو څخه ۱۳۳ جسدونه را ایستل شوي او ډاکټران د ۱۰۷ کسانو د ژغورنې لپاره مبارزه کوي.

د دولتي ټلویزیون مدیره مارګریتا سیمونیان پرته له دې، چې سرچینې ته نغوته وکړي؛ د ځاني زیان شمېر ۱۴۳ ښودلی و.

پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې د څلورو وسله‌والو په ګډون ۱۱ کسان نیول شوي دي.

نوموړی وایي: هغوی د پټېدو هڅه وکړه او اوکراین ته پر لاره ول او د لومړنیو معلوماتو له مخې د اوکراین له لوري د دوی لپاره یوه لار چمتو شوې وه، چې د دولت له پولې تېر شي.

د روسيې د FSB ادارې ويلي، وسله‌والو له اوکراين سره اړيکې درلودې او له پولې سره نږدې نيول شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې؛ دوی مسکو ته لېږدول شوي دي.

له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي وه، چې داعش د امریکا پر دښمنانو برید کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په بلوچستان کې د پاکستان د بحري ځواک پر هوايي اډه وسلوال برید وشو

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۳)

د پاکستان د بلوچستان ایالت په تربت ښار کې د پاکستان د بحري ځواکونو پر هوایي ډګر ډله‌ییز وسله‌وال برید شوی دی.

د پاکستان سیمه‌ییزو رسنیو د پاکستان د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ امنیتي ځواکونو د دوشنبې پر شپه د بلوچستان ایالت د بحري ځواکونو په یوه هوايي اډه کې شپږ وسلوال وژلي دي.

ډان ورځپاڼې د مکران د کمشنر سعید احمد عمراني د څرګندونو له مخې ویلي، چې د تربت هوايي ډګر په شاوخوا کې د ډزو او درندو چاودنو راپورونه ورکړ شوي دي.

نوموړي ویلي: وسله‌والو پر هوايي ډګر له درې خواوو څخه بريد وکړ؛ خو امنيتي ځواکونو سمدستي ځواب ورکړ او د هغوى د ورننوتلو هڅه يې شنډ کړه.

نوموړي د مرګ او ژوبلې په اړه کره شمېر څرګند نکړ؛ خو وایي، چې تر دې دمه د سیمې روغتون ته کوم مړى او ټپي ندى رسېدلى.

پي این ایس صدیقي، چې د پاکستان تر ټولو لویه بحري هوايي اډه ده؛ د برید موخه وه.

امنیتي چارواکو د دوشنبې پر شپه ویلي، د تربت هوايي ډګر له پولې بهر “شپږ ترهګر وژل شوي”، چې ورسره د اډې امنیت ډاډمن شوی دی.

هغه زیاته کړې: د حساسو بحري تاسیساتو د زیان راپور هم نلرو.

د سیمې خلکو ویلي؛ په تربت ښارګوټي کې د ۱۲ چاودنو غږونه اورېدل شوي او ډزې، چې د شپې له شاوخوا لس بجو پیل شوې د شپې تر ناوخته روانې وې.

د بلوچستان ازادي غوښتونکي اردو د دې برید پړه منلې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!