Connect with us

سیمه ییز خبرونه

نړيوال ځواكونه د داسې عملياتو چمتوالى نيسي، چې لس كاله به دوام وكړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

يو شمير بهرنيو رسنيو په ډاگه كړې، چې د امريكا د استخباراتو يا سي آى اى كاركونكي او ځانگړي پوځيان هغه څوك دي، چې په امريكا كې د سپټمبر د يوولسمې له پيښې وروسته په لومړي ځل افغانستان ته راغلل او ښايي وروستي امريكايي سرتېري او كاركونكي به وي، چې له افغانستان څخه ووځي .

آيساف له هغو هېوادونو، چې له حقاني شبكې سره اړيكې لري يا مرسته كوي غواړي، چې له دې وروسته دې له دغې ډلې سره خپلې مرستې بندې كړي.

له دې وړاندې ناټو هم د حقاني ډله د افغان او نړيوالو ځواكونو لپاره لوى گواښ بللى و.

دا په داسې حال كې ده، چې يو شمېربهرنيو رسنيو ويلي، چې:

د امريكا د استخباراتو يا سي آى اى كاركونكي او د امريكا ځانگړي ځواكونه په افغانستان كې د داسې عملياتو د پيليدو لپاره چمتوالى نيسي، چې شاوخوا لس كاله به دوام وكړي.

د آريانا راډيو – ټلويزيون خبريال جمايل فريد څرگنده كړې، چې:

د يو شمېرنړيوالو رسنيو په حواله:

په افغانستان كې مېشت ډېرامريكايي سرتېري په راتلونكي كال كې له افغانستان څخه وتلو ته چمتوالى نيسي، خو د  امريكا د استخباراتي شبكې يا سي آى اى كاركونكي او د دغه هېواد ځانگړي ځواكونه به په افغانستان كې د داسې عملياتو د  پيليدو پرچمتوالي بوخت دي، چې شاوخوا لس كاله به دوام وكړي.

د امريكا ملي امنيت سلاكار ټام دونيلان ټينگار كړى، چې:

له ۲۰۱۴ع كال وروسته، چې افغان ځواكونه د افغانستان امنيتې مسووليتونه پخپله غاړه اخلي؛ بيا به هم په دغه هېواد كې پاتې امريكا يي ځواكونه له ترهگرۍ سره خپلې مبارزې ته ډېره پاملرنه واړوي.

پوځي كار پوه امرالله امان وايي، چې:

له ۲۰۱۴ع كال وروسته به هم په افغانستان كې د امريكا ځانگړي ځواكونه د امريكا د شخصي گټو لپاره پاتې كيږي.

دوى زياتوي، چې كه څه هم  د دوى پاتې كيدل به په افغانستان كې له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه كې مثبتې اغېزې ولري؛ خو دا ځواكونه به تر ډېره په افغانستان كې د امريكا د شخصي گټو لپاره كار وكړي.

په افغانستان كې مېشت آيساف ځواكونه هم له ۲۰۱۴ ع كال وروسته په دغه هېواد كې د خپلو ځواكونو پر حضور او له افغانستان سره په همكارۍ ټينگار كوي او له هغو هېوادونو، چې د حقاني له  ډلې ملاتړكوي؛ غواړي، چې له دې وروسته دې له دغې ډلې سره خپلې هرډول اړيكې او همكاري بنده كړي.

د آيساف ځواكونو وياند كريسټين جاكوبسن ټينگاركوي، چې:

د حقاني له ډلې، چې هر هېواد هر ډول ملاتړ كوي بايد ودريږي . دا هغه پيغام دى، چې تېره اوونۍ  مو خپور كړى دى او افغان ولسمشر حامد كرزي هم په خپلو خبرو كې له پاكستان څخه غوښتي، چې په افغانستان كې د سولې د راوستو په اړه خپل مثبت رول ولوبوي .

په دې څرگندونه كې پاكستان د حقاني له ډلې په ملاتړ تورن شوى، چې له لامله يې  د افغانستان او امريكا  اړيكې له پاكستان سره خرابې شوې دي.

يو شمېركارپوهان په دې باوردي، چې:

اوس هم ډېرې  نورې ډلې لكه د كويتې شورا او د گلبدين حكمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې شته، چې پاكستان ترې ملاتړ كوي.

دا په داسې حال كې ده، چې له دوى څخه يوه  ډله هم تر اوسه د امريكا د بهرنيو چارو وزارت په تور ليست كې نه ده راغلې.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.

ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.

دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.

اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسله‌والې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې اسرائیلو په وروستیو اوونیو کې غزې ته د مرستو رسولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي؛ خو د پام وړ کار پاتې دی، ځکه په دې سیمه کې د قحطۍ خطر ډېر دی.

د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډېوېډ سټېټرفیلډ خبریالانو ته ویلي، اسرائیلو په دې وروستیو دوه نیمو اوونیو کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

ډېوېډ سټېټرفیلډ څرګنده کړې: اوس هم د پام وړ کار پاتې دی، چې باید ترسره شي؛ خو پرمختګ شوی دی.

هغه ویلي، چې په ټوله غزه کې په جګړي توګه شمالي سیمې د قحطۍ له ډېر خطر سره مخ دي.

نوموړي ویلي، چې د فلسطین په کوچنۍ ګڼ میشته سیمه کې له اړو خلکو سره مرستې ته اوس ډېره اړتیا ده.

ملګرو ملتونو له اوږده وخت راپدیخوا په غزه کې د مرستې رسولو او د هغې د وېشلو په لار کې له خنډونو څخه اندېښنه ښودلې او څرګنده شوې، چې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د اسرائیلو لخوا د غزې د واکمنې اسلامي وسله‌والې ډلې حماس پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه ترسره تر سره کیږي.

د اسرائیلو پوځي کمپاین د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا، چې حماس د اسرائیلو په سویل کې جګړه پیل کړه، چې له کبله یې د بشري ناورین ترڅنګ د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو کورونه له ځمکې سره اوار شوي دي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازاریني د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اپریل پرپرتله غزې ته د تلونکو لاریو منځنی شمېر د ورځې ۳۱۶ ته لوړ شوی دی.

ویل کیږي، چې اوس کثافاتو راټولولو ته پاملرنه ډېره شوې او هڅه کیږي، چې په سویلي غزه کې د ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته ورسېد.

د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمه‌ییزو سلا‌مشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.

دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو له‌خوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.

دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!