Connect with us

تازه خبرونه

نن هم دریو نوماند وزیرانو په ولسي جرګه کې خپل کاري پروګرامونه بیان کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

PARLIMAN_

ولسي جرګې د سرحدونو او قبایلو، ترانسپورت، او فواید عامی وزارتونو نوماند وزیران عمومې غونډې ته غوښتی وو، څو خپل کاري پروګرامونه بیان کړي.

درې واړو نوماند وزیرانو ژمنه وکړه چي که له ولسي جرګې یې د باور رایې تر لاسه کړې، نو په دغو وزارتونو کې به د سمونونو تر څنګ خلکو ته ټول ګټې پروژې وړاندې کړي څو ځمکنۍ، هوایی او سرحدي ستونزې حل شي.

فواید عامې وزارت ته نوماند عباس بصیر وایي؛ د یوه جامع ماستر پلان په جوړولو سره به د هیواد حلقوی سړک تر څنګ د هیواد پنځه زره کیلومتره سړک جوړ او افغانستان به له سیمې او نړۍ سره ونښلوي:
د دغه ماستر پلان له مخی به لوی ترانسپورتی پروژی تر کار لاندی ونیول شی چې له مخی یی د ابریشم او لاجورد لاری د اروپا له دهلیز سره وصل او بیا د افغانستان له لاری به اسیایی او اروپای هیوادنه سره وصل او د تجارتی توکو د انتقال ته زمینه مساعد او د کار زمینی به زیادی شی.

ترانسپورت وزارت ته نوماند فیض الله ذکي وایي چې که له ولسي جرګې یې د باور رایې تر لاسه کړې، هوایي او ځمکنی ترانسپورتی سیتسم به معیاری کړي.

همداراز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند قمردین شینواري وایي، چی د قومونو او قبایلو تر منځ به د پیوستون د لا پیاوړتیا لپاره جدي کار وکړي ‌‌او د سولې، ثبات، ترهګرۍ سره دمبارزې او د قومونو تر منځ د شخړو د حل لپاره جرګې جوړې کړي.

د دوشنبې ورځ د کاندید وزیرانو د پروګرامونو د تشریح پنځمه ورځ ده او له دې وړاندې هم دیارلسو کاندید وزیرانو او د ملی امنیت ریاست نوماند ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړي دي.

Advertisement

تازه خبرونه

وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.

د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بې‌سارې بې‌وزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا به افغانستان ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي – روسیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا به افغانستان او ویټنام ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د یکشنبې پر ورځ ویلي: د روسیې پر وړاندې په ګډه جګړه کې ورځ تر بلې د واشنګټن ډوبېدا به ویټنام او افغانستان ته ورته د امریکا لپاره پر یوه لویه او شرمېدلې ماتې بدله شي.

هغې زیاته کړې، چې امریکا غواړي اوکرایین تر پایه وجنګېږي.

زاخارووا ویلي، چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې د نورې ډېرې لاس‌وهنې لپاره د امریکا د کړنو پر وړاندې له قید او شرط پرته پرېکنده ځواب ورکړي.

امریکا د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د ویټنام په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر نظاميان له لاسه ورکړل، چې د کمونیسټ پلوه شمالي ویټنام پر بریا او په سویل کې د هغې د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې سلګونه زره ملکي وګړي ووژل شول.

په افغانستان کې هم امریکا د ۲۰۰۱ او۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۲ زره ۴۵۹ سرتېري له لاسه ورکړل او له ۲۰ زره ډېر نور یې ټپیان شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

اوبه له افغانستان سره د اړیکو پراخولو اړین عامل دی – ایران

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي اوبه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو اړین عامل یاد کړی او هیله من شوی، چې د اوبو بهیر به روان وساتل شي.

حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ (د غویی دوه‌یمه) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران استازي د ایران سیستان ولایت ته د هلمند د سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو له کبله مننه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا هم ویلي؛ سږ کال په هېواد کې بارانونه شوي، چې په پایله کې یې له څو کلنې پرله‌پسې وچکالۍ وروسته د هلمند سیند اوبه د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته روانې شوې.

امیر خان متقي د افغانستان او ایران اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو اړوند برخو کې یې د امکان تر حده د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.

په دې کتنه کې د ایران ځانګړي استازي پر غزه د اسرائیلو د بریدونو په اړه د اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید له غندنې مننه وکړه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!