Connect with us

تازه خبرونه

عبدالله له یوناما څخه د ځان په اړه د اسنادو د وړاندې کولو غوښتونکی شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله، په دې کمیسیون کې د ملګرو ملتونو یو شمېر سلاکاران د قانون خلاف کړنو پر پټولو تورنوي.

له څو میاشتو راپدیخوا د ملګرو ملتونو اړوند دوه نړیوال سلاکاران په ټاکنو خپلواک کې دندې پرمخ وړي. تازه د دغو سلاکارانو د کړنو په اړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه غړي مولانا عبدالله نیوکې وکړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي مولانا عبدالله ويلي، چې دې سلاکارانو په کمیسیون کې د قانون خلاف چارو په اړه پر خوله لاس ایښی او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې پر ده د لګیدلو تورونو په اړه اسناد وړاندې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله وایي؛ هغه ستونزې، چې په دې کمیسیون کې دي؛ د یوناما اړوند سلاکارانو ترې پرده نده پورته کړې او که ښکاره شوي هم پټې دي.  

له دې مخکې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر(یوناما) پر مولانا عبدالله تور لګولی، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو کارکوونکی یې ګواښلی او سپکې سپورې يې ورته ویلي دي؛ خو عبدالله له ملګرو ملتونو څخه په دې اوه د سند غوښتنه کوي.

همدارنګه یوناما په خپلو برښنایي رسنیو کې د هغو کسانو حسابونه تړلي، چې دغه سازمان یې د ټاکنو په چارو کې پر لاسوهنو او د بیان آزادۍ پر ځپلو تورنوي او پر چارو یې نیوکې کړې دي.

د رسنیو ملاتړي بنسټونو ويلي، چې یوناما په خپل تویتر او فیسبوک کې د خلکو نیوکې پاکوي. په داسې، دا کار د بیان د آزادۍ سره اړخ نه لګوي.

د رسنیو او خبریالانو د فدراسیون رییس فهیم دشتي ویلي؛ یو بنسټ، چې موخه یې د بیان د آزادۍ پراختیا، رامنځته کول او معلوماتو ته لاسرسی وي؛ باید د مخالفو اندونو زغم هم ولري.

یوناما بیا وايي، چې د افغانستان د ټاکنو په بهیر کې بې پرې دی او د بیان د آزادۍ ملاتړ هم کوي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!