تازه خبرونه
ملګري ملتونه په افغانستان کې فساد لویه او شرمونکې ستونزه ګڼي
ملګري ملتونه په افغانستان کې فساد لویه او شرمونکې ستونزه ګڼي او وایي، له جګړې وروسته فساد د افغانانو په وړاندې دوه یم لوی سرخوږی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وایي، که څه هم له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو څه پرمختګ شوی؛ خو حکومتي مشران باید د دې پدېدې د له منځه وړلو لپاره جدي کار وکړي.
(له تګلارو څخه تر پلي کیدو پورې) دا د هغه راپور سرلیک دی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ جوړ کړی دی. په دې راپور کې د حکومت درې ځواکه یعنې قضائیه، اجرائیه او مقننه څېړل شوي دي. د مققنه ځواک د څارنې پر رول نیوکه شوې؛ خو ویل شوي، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې حکومت یو لړ ژمنې کړي او تګلارې یې هم جوړې شوې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وایي: په افغانستان کې اداري فساد ډېر شدید او ژور دی. حتا د ټولنې په کړنلارو او چارو کې رانغښتی دی. له فساد سره مبارزه لنډمهاله نه ده، بلکې اړتیا ده، چې په دې برخه کې ډېرې هڅې او دوامداره مبارزه وشي. په دې برخه کې د یوناما یو کلیدي وړاندیز، چې په دې راپور کې ورته نغوته(اشاره) شوې دا دی، چې افغانستان باید له فساد سره مبارزه جدي کړي.
هغه زیاته کړې، چې دغه راپور له حکومتي بنسټونو سره په همغږۍ کې چمتو شوی او حکومت ته سپارښتنه کوي، چې له فساد سره مبارزه باید د خلکو پر ژوند اغېز وکړي.
نوموړي دا هم ویلي، چې فساد د افغانستان د خلکو د ورځني ژوند یو بد اړخ دی، له جګړو مخکې اداري فساد لویه ننګونه ده. یوازې یوه ثابته کړنلاره به له افغانستان سره مرسته وکړي، چې د هغو هېوادونو په کتار کې راشي، چې فساد په کې لږ دی.
دې ټولو ته په کتو سره په عدلي او قضایی بنسټونو نیوکې شوي چې نه شي کولی هغه تورن کسان، چې زور لري، عدالت ته راکاږي.
د یوناما د قانون د حاکمیت څانګې د څېړنو مسوول رومانا شوایگر وایي: له عدلي او قضایي بنسټونو تمه کیږي، چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ظرفیت لوړ کړي. دا مهمه ده، چې زور لرونکي او تورن پېژندل شوي کسان ونیول شي او پر ټولو باید عدالت یو شان پلی شي.
افغانستان په هغو هېوادونو کې راغلی، چې اداري فساد په کې لویه ستونزه یادیږي؛ خو حکومت وایي، چې له دې برخې سره جدي مبارزه د دوي لومړیتوب دی.
خبریال: شاهپور فرهمند
تازه خبرونه
کابل ته راغلي مالیزیایي پلاوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ
کابل ته راغلي د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو استازو، د مالیزیا صدراعظم د دفتر سلاکارانو او د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره وکتل.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل ته د راغلي مالزیایي پلاوي ځانګړې استازې میرمن داتو دوکتور شازلینا د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت ارزولی او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراحتیا ډاډ څرګند کړ.
هغې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د مالیزیا یو سوادګریز پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي.
میرمن داتو دوکتور شازلینا زیاته کړې: مالیزیا هوډ لري، چې د افغان ډیپلوماټانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکیو لپاره د محاسبې او پراختیا او په دې برخه کې د مسلکي پروګرامونو د تنظیم په اړه له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په یادو برخو کې یې له افغانستان سره د مالیزیا له لیوالتیا او همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې متوازن او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي او له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډ او سيمه ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي.
هغه وایي: په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د فرصتونو له شتوالي ډاډ څرګند او زیاتوي، چې افغانستان د جنوب ختیځې آسیا له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لیواله دی.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان او مالیزیا د ولسونو او حکومتونو ترمنځ شته ډیپلو ماټیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو په ځانګړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مالیزیا هېواد له مرستو مننه وکړه.
نوموړي د مالیزیا له حکومت څخه د هغو ۳۰۰۰ افغانانو لپاره، چې اوسمهال په مالیزیا کې ژوند کوي، د روغتیا او زدهکړو د زمینې او اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.
دا په دایې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مالیزیا له دولتي پلاوي سره په لیدنه کې ډاډ څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې لاسته راوړنې لري او د سیمې په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه نده.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
-
تازه خبرونه1 day ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ1 day ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی1 day ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري