تازه خبرونه
ملګري ملتونه: د بې پولې ډاکټرانو په روغتون بريد له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې دفاع وزارت یې د افغانستان په کندز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو په روغتون د هوايي برید څيړنې پیل کړې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان دا برید له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
دې سازمان ویلي که دا برید په لوی لاس شوی وي، دا به جنګي جنایت وګڼل شي. ملګرو ملتونو او د بې پولې ډاکترانو ډلې د دغې پېښې په هکله د ناپېیلو څېړنو غوښتنه کړې.
په کندز کې د بې پولې ډاکترانو په روغتون د امریکايي پوځ د هوايي برید په هکله نړیوال غبرګونونه راپورته شوي.
د بې پولې ډاکترانو د سازمان چارواکي وايي چې په جګړه کې ښکېلو خواوو ته د دوی د روغتون موقعیت معلوم و. دغو چارواکو د برید په هکله د جدي څېړنو غوښتنه کړې.
د بې پولې ډاکترانو د سازمان عملیاتي مدیر، بارت جانسنګ وايي:
«موږ تر اوسه مونږ دومره پوهېږو چې دا وحشتناکه پېښه د اېتلافي ځواکونو د بمبار له کبله شوې ده.»
د امریکا ولسمشر د برید د قربانیانو خپلوانو ته تسلیت ویلی او زیاته کړې یې ده چې سپینه ماڼۍ د پېښې د څېړنو پایلو ته په تمه ده.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي:
«د امریکا دفاع وزارت هر اړخیزې څېړنې پیل کړې. مخکې له دې چې د دغې فاجعې په هکله قضاوت وکړو، د څېړنو پایلو ته په تمه یو.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په پېښه کې ۱۲ بې پولې ډاکتران او اووه ناروغان وژل شوي دي او اووه دېرش نور ټپیان شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وايي چې ښايي دا برید جنګی جنایت وګڼل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان کمیشنر زید رعد الحسین وايي:
دا برید له بشري حقونو ښکاره سرغړونه د ه. که په کومه محکمه کې ثابته شي چې دا برید قصدي شوی، نو دا به جنګي جنایت وګڼل شي. دا برید د توجيه وړ نه دی او یو جنایتکارانه عمل دی.
په کندز کې د بې پولې ډاکترانو په روغتون د تېرې شنبې په شپه په داسې حال کې برید وشو چې له ناروغانو او ډاکترانو ډک و.
د بې پولې ډاکترانو په وینا لاهم د دوی ملګري او یو شمېر ناروغان لادرکه دي. د ناټو عمومي منشي هم په دې هکله خپله خواشینې ښودلې ده.
د ناټو عمومی منشي ینس ستالتینبرګ ويلي:
«بې پولې ډاکتران په افغانستان او ټوله نړۍ کې د بشردوستۍ کارونه کوي. دوی د افغانستان د ښې راتلونکې له پاره هم رول لوبولی.»
د بې پولې ډاکترانو سرچینې وايي چې افغان او امریکايي چارواکو ته یې خبر ورکړ چې هوايي برید د دوی په روغتون پیل شوی، خو بریدونو نیم ساعت نور هم دوام وکړ. ویل کیږي چې له دغه روغتون څخه وسله والو طالبانو ډزې کولې، خو د روغتون چارواکي وايي چې د دغه روغتون دروازې ټوله شپه تړلې وې.
تازه خبرونه
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.
ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمهييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام لهخوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ2 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه3 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ