Connect with us

تازه خبرونه

ملګري ملتونه او مدني ټولنې د فرخندې د وژونکو او سوزونکو د سزا غوښتنه کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-03-21-17h47m24s176

ملګرو ملتونو په کابل کې د تیرې پنجشنبې په ورځ د قهریدلو کسانو له خوا د یوې ښځې د وژل کېدو پیښه غندلې او د پیښې عاملینو ته یې د سزا په ورکړې ټینګار کړی.

بلخوا ځینې مدني فعالانو هم د فرخندې د قتل د پیښې د جدي تعقیب غوښتنه کړې ده.

دوی وایي، د دغې وژنې عاملین باید ژر ونیول شي او سزا ورکړل شي.

په همدې حال کې پولیس وایي، چې د دغې پیښې په تړاو نهه کسان نیول شوي دي، او نور ښکېل کسان به هم ونیول شي.

اووه ویشت کلنه فرخنده د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په دې تور د وهلو او ټکولو په پایله کې په ډېرې سختۍ ووژل شوه چې ګنې قران کریم یې سیځلی دی.

خو د حج او اوقافو وزارت بیا ټینګار کوي چې دغې ښځې قران نه دی سوځولی.

د تازه خپرو شویو تصویرونو او ویډیوګانو له مخې، میرمن فرخنده چې له دیني دارالعلوم فارغه شوې او په زیات کې یې کامل اسلامي حجاب اغوستی، سوګند یادوي چې قران یې نه دی سوځولی؛ خو څوک یې خبره نه مني.

د هغې بې روحه تن د دغه ځوان له خوا چې د امنیتي چارواکو په وینا، په دین هیڅ نه پوهیږي، د لغتو او سوکانو تر کلکو ګوزارونو لاندې دی او پرې کاڼې ویشتل کیږي.

ځینې مدني فعالانو یوې ناسته کې دا پیښه غیر انساني عمل وباله او له عاملینو سره یې د کلک چلند غوښتنه وکړه.

دوی په یوه پریکړه لیک کې همدا راز له امنیتي مسولینو سره د چلند غوښتنه وکړه کوم؛ مسولین چې د دوی په وینا، دنده کې یې غفلت او بې پروایي کړې ده.

دوی وایي، د پیښې د شکمنو کسانو محاکمه باید ډاګیزه وي.

په همدې حال کې د کابل امنیه قومندان وایي، چې نهه تنه یې د دغې وژنې په تړاو نیولي دي، او د پیښې انکشافات دوام لري.

د هغه په وینا، نیول شوي کسان د دین په اړه هیڅ مالومات نه لري.

د کورنیو چارو وزیر د نورو تورونو کسانو په نیونې ټینګار کوي.

که څه هم پولیسو د فرخندې د وژنې په تړاو څو تنه نیولي؛ خو نیوکې په دې کیږي چې ولې د پولیسو په شتون کې دغه میرمن ووژل شوه او پولیس ونه توانیدل چې پیښه مهار کړي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!