تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د حکمتیار نوم له تور نوملړه لیرې کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شوراتېره ورځ( د سلواغې ۱۵کال ۱۳۹۵، چې د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ له ۳ سره برابره ده) په عمومي ناسته کې د حکمتیار نوم له تور نوملړه لیرې کړ.
د ملگرو ملتونو د اعلامیې له مخې؛ د حزب اسلامي د مشر گلبدین حکمتیار نوم د ۲۰۰۳ کال د فبرورۍ په شلمه نېټه د ملگرو ملتونو په تور نوملړ کې شامل شوی و.
د امنیت شورا د القاعده او داعش ډلو خلاف د بندیزونو کمیټې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې:
د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې؛ د شتمنیو کنګلول، د سفر بندیز او پر وسلو بنذیز، چې د امنیت شورا د ۲۰۱۵ کال د ۲۲۵۳ پرېکړه لیک په دوه یم پارګراف کې راغلي، نور ګلبدین حکمتیار هدف نه دی.
د ولسمشر سیاسي سلاکاراکرم خپلواک وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د حکومت غوښتنه په ورین تندي ومنله له تور نوملړه یې د حکمتیار نوم لیرې کړ.
د نوموړي په وینا؛ د افغانستان حکومت او خلک د حزب اسلامي امیر د هرکلي لپاره بشپړ چمتووالی لري.
کابل ته د ګلبدین حکمتیار د استول شوي ځانګړي استازي کریم امین په وینا، د حزب پوځي څانګه به منحل شي او هیله ده، چې نورې سیاسي ډلې هم پوځي برخې پای ته ورسوي.
نوموړی زیاتوي، چې حکمتیار په افغانستان کې دی او په څو لنډو ورځو کې به د هوکړه لیک د اجرایي کیدو په شرط به څرګند شي.
د سولې عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وایي؛ حزب اسلامي په ژمنه وفا وکړه او له طالبانو هم غواړو، چې نورې جګړې پای ته ورسوي.
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون اجرایي رییس محمد موسی محمودي وایي، د حکومت او د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا دا پرېکړه سیاسي پرېکړه او د بشري حقونو سرغړوونکیو ته د بښنې د فرهنګ دوام بولي، چې له عدلي او قضایي څار خوندي پاتې کیږي.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته حزب اسلامي له افغان حکومت سره وسلوال مخالفت وکړ. او د ۲۰۰۲ کال د فبروري په شلمه حکمتیار او د حزب اسلامي د ګوند نور مشران د ملګرو ملتونو د سازمان په تور نوملړ کې شامل شول.
ملګرو ملتونو ویلي، چې له دې وروسته د هغه شتمنۍ آزادېږي او پر سفر او نورو فعالیتونو یې بندیز له منځه تللی.
د دغه حزب ځینې نور کسان هم په یاد نوملړکې شامل دي، خو په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
د امنیت شورا خبرپاڼه په ډاګه کوي؛ گلبدین حکمتیار په ۱۹۴۹ کال کې په کندوز کې زیږدلی، په قوم خروټی او د پلار نوم یې عبدالقادر دی، چې د ۲۰۱۱ د مې په شپاړسمه نېټه یې په تور نوملړ کې له نامه سره ځېنې بندیزونه هم راغلي وه.
که څه هم په اعلامیه کې له بندیزونو یادونه نه ده شوې؛ خو په همغه کال کې د حزب اسلامي غړیو په افغانستان کې پر بهرنیو ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت منلی و، چې یو یې د کابل د هوایي ډگر پر سړک د یوې پېغلې له خوا پر امریکايي عسکرو ځانمرگی برید و. په دې برید کې هغو ته درنده مرگ و ژوبله رامنځته شوې وه.
د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د حکمتیار نوم په داسې وخت ایستل کیږي، چې ملي وحدت حکومت درې میاشتې وړاندې د نوموړي سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.
ولسمشر غني له ګلبدین حکمتیار سره د ویدیووي کتنې له مخې د تېر دسمبر په ۲۲مه د سولې تړون لاسلیک کړ.
د دغه تړون یوه مهمه ماده دا وه، چې باید د حزب اسلامي پر مشر او غړیو یې لګیدلي بندیزونه لیرې شي.
له افغان حکومت سره د سولې له تړون وروسته د ملگرو ملتونو له تور نوملړه د گلبدین حکمتیار د نامه ایستل د دواړو لوریو یوه مهمه هوکړه وه.
ددغې هوکړې له مخې؛ د افغانستان حکومت، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه نږدې دوه میاشتې وړاندې غوښتنه وکړه، چې د حکمتیار نوم دې له تور نوملړه لیرې کړي.
داپه داسې حال کې ده ، چې څه موده وړاندېد افغانستان ملي امنیت شوراویلي وه، چې حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ پر حزب اسلامي د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په رسمي توګه غوښتنلیک استولی دی، چېد دغه سازمان له تور نوملړه یې وباسي.
ملګرو ملتونو په داسې حال کې د ګبدین حکمیتار نوم د بندیزونو له تور نوملړه وایست،چې د حزب اسلامي غړیو په دې وروستیو کې، کابل ته په اوونیو کې د نوموړي له راتګه خبر ورکړی و.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه1 day ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ23 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی24 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري