تازه خبرونه
ملي وحدت حکومت له فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلی
د ملي وحدت حکومت له فساد سره د مبارزې په شعار کار پیل کړ؛ خو له دوه کلونو وروسته له فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلی دی.
له هغه وروسته، چې ولسمشر غني خپل کار پیل کړ، پر دوه یمه کاري ورځ یې د کابلبانک د مالي فساد ستره دوسیه بیا پرانیستله.
۹۸۷ میلیون دالر له کابلبانک څخه لوټ شوي وه، ۹۸ اعشاریه ۲ میلیون دالر د حامد کرزي په حکومت کې بېرته را ټول شول، ۲۰۴ میلیون دالر تر اوسه را ټول شوي دي، ۵۰ میلیون دالر شتمني د دولت لخوا تر دې دمه پلورل شوې، ۴۷ میلیون دالرو په ارزښت په اماراتو کې شتمني کنګل شوې، ۴۴۶ اعشاریه ۵ میلیون دالرراټول شوي، ۳۳ پوروړیو مقاولې لاسلیک کړي، چې باید خپل پورونه له یوه کال څخه تر اووه کلونو پورې پرې کړي.
د څلورسوه پنځوس نورو پخوانيو حکومتي چارواکو دوسیې محاکمو ته تر اوسه نه دي استول شوي، چې پر فساد تورن دي.
دوی د حکومت په لوړو پوستونو کې کار کړی، لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي؛ خو هیڅ یو یې نه دی محاکمه شوی. حتا نومونه یې نه دي افشا شوي.
د هلمند پخوانی امنیه قومندان عبدالرحمان سرجنگ د فساد دوسیه، چې د هلمند د څلویښت سلنه پولیسو د بودجې په بې ځایه لګولو تورن دی.
تر اوسه د سرجنګ دوسیه نه ده سپړل شوې او په آزاده پلازمېنه کابل کې تګ راتګ کوي.
تل د حکومتي چارواکو لخوا د قیمتي ډبرو د قاچاق راپورونه خپاره شوي؛ خو هیڅ چارواکی په سزا نه دی رسیدلی.
د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رییسسید اکرام افضلي وایي، د ښار جوړولو وزارت شپږ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي دي. دوی عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي؛ خو د محاکمو څېړنې نه دې اعلان شوي.
له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز جوړ کړ شو؛ دغه مرکز به د پخوانیو او اوسنیو حکومتي مفسدو چارواکو دوسیې څېړي.
له فساد سره د مبارزې عالي شورا د ولسمشر په مشرۍ او د اجرایي رییس او نورو چارواکو په حضور سره جوړه شوې او حکومت ویلي تر اوسه یې سلونه قاضیان او څارنوالان تبدیل کړي او یا ګوښه کړي دي.
د ملي تدارکاتو په اداره کې ۱۹۰۰ تړونونه وڅېړل شول او ۱۵ میلیارد افغانۍ بېلابېلو برخو کې سپمول شوي دي.
د ادارې فساد په لار کې د درندو جرمونو د کشف لپاره د پولیسو د ځانګړې قطعې جوړه شوې؛ خو د اداري فساد لږ دوسیې محاکمو ته رسیدلي دي.
د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په چارو کې د ولسمشر سلاکار سردار محمد روشن وایي، فساد د حکومت په ټولو برخو کې خپلې ریښې خزولي دي؛ خو د فساد په وړاندې د حکومت عالي شورا به یوه برخه هم بې پوښتنې پرینږدي.
له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام یو مهم شرط دا دی، چې افغان حکومت باید له فساد سره په ټینګه مبارزه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وروسته بروکسل غونډه جوړیږي او معلومه به شي، چې حکومت څومره نمرې وړي.
تازه خبرونه
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.
ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمهييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام لهخوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
نړۍ2 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه3 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي