تازه خبرونه
مشرانو جرگې د لوگر د پبښي په تړاو د ورته عمل غوښتنه وکړه
د دوشنبې په سهار د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونوپه هوایی برید کې د ملي اردو لس سرتیري ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.
نن د مشرانو جرګې تالار کې د همدې پیښې په تړاو توند بحثونه وشول.
د مشرانو جرګې په نننو بحثونو کې د امریکایي ځواکونو له خوا د ملي اردو د سرتیرو په نښه کول قصدي کړنه وبلل شوه او په حکومت له دې امله نیوکه کوي چې ولې یې د دغې پیښې په اړه جدي دریځ نه دی نیولی.
د مشرانو جرګه له بریدګرو سره د ورته چلند او عاملینو د محاکمې غوښتنه لري.
د مشرانو جرګې رییس – فضل الهادي مسلمیار:
“موږ د بل مثل عمل غوښتونکي یو؛ ځکه چې پخوا افغان سرتېرو هم امریکایي پوځیانو باندی بریدونه کړي او بیا هغه افغان سر تیري د هغوی له خوا بیرته وژل شوي دي.“
مشرانو جرګې غړي د پیښې له عاملینو سره د جدي چلند سپارښتنه کوي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال – محمد علم ایزد یار:
“تر اوسه حقیفت روښانه نه دی. امنیتي بنسټونه باید جدي څېړنه وکړي. دا درېم ځل دی چې په لوګر کې امنیتي پوستې د امریکایي ځواکونو له خوا تر برید لاندې راځي.“
د مشرانو جرګې دویم مرستیال -محمد اصف صدیقي:
“پلاوی باید چې حقایق په عادلانه توګه وڅیړي او له عامیلنیو سره قانوني چلند وشي.“
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې اړه د څېړنو امر کړی.
په همدې حال کې ملي دفاع وزارت وایي، دغې پیښې خواشیني کړي دي او د څیړنې لپاره یې دوی او نړیوالو ځواکونو ګډ کمیسیون ګمارلی دی.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال – دولت وزیری:
“دا له تاثره ډکه پېښه ده. د حکومت ټولو اراکینو د ټپیانو پوښتنه وکړه او په دې پېښه یې تاثر ښکاره کړی. په دې اړه کمیسیون ټاکل شوی او څېړنې کیږي او انشأالله هغه څوک چې په دې پیښه کې ګناهګار دي، له تاسو سره به شریک شي.“
مخکې له دې هم په ځینو مواردو کې نړیوالو ځواکونو په ملکي وګړو او افغان ځواکونو ورته بریدونه کړي چې بیلابیل غبرګونونه یې را پارولي دي.
خبریال: عبدالعزیز کریمي
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ