Connect with us

تازه خبرونه

مشرانو جرگې د قانوني لویې جرگې د جوړیدو غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Sequence 01.Still006

په هېواد کې د ناامنیو پراختیا، له هېواده د خلکو تیښته، اقتصادی ستونزي  او د افغانستان په چارو کې د گاونډ هېوادونو لاسوهنې  او د ډاډمن کورني او بهرنی سیاست نه شتون د مشرانو جرگې د غړیو اندېښنی  را پارولي دي.

 دوي پر حکومت نیوکه کوي، چې موجوده ستونزو ته دې د پای تکي کیدي او عنعنوی لویه جرگه دې راوغواړي.

 د مشرانو جرگي غړی شېر محمد اخند زاده وایي، د افغانستان د ولت بیکار دي؛ ولی د لویې جرگې له جوړیدو بد وړي؟  پارلمان غیر قانونی دي؛ نو عنعنوی لویه جرگه دي راوغواړي، چې روان بحران ته د حل لار ولټوي، ځکه  هر څومره، چې ځند راشي ستونزي لا زیاتیږي.

سناتورزلمی زابلي وایي، باید پرحکومت فشارونه زیات کړو؛ لویه جرگه دایره او د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست روښانه شي، چې د بهرانيو هېوادونو په وړاندی د افغانستان دریځ روښانه وي.

د مشرانو جرگې یو شمېر غړي بیا د قانونی لویې جرگي د دایریدو غوښتونکي دي.

د مشرانو جرگي لومړي مرستیال محمد علم ایزد یار له حکومته غواړي؛ باید د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو د ټاکنی تایخ اعلام کړي، چې د لویې جرگي نصاب بشپړوي. د لویې جرگې په اړه باید قانونی عمل وشي، چې د اوسني بحراني وضیعت  او  د واړو تیمونو د تفاهمنامي په اړه  تصمیم ونیسي.  لویه جرگه یوه اړتیا ده؛ خو باید، چې د ټاکنو نېټه معلومه شي.

د مشرانو جرګي غړيمحی الدین منصف وایي؛ باید، چې د ټاکنو نېټه په ډاگه کړي .  په دي اړه دواړه مشرانو هم تفاهم کړی، جرگه جوړه شي، خو لیدل کیږی، چې دوی تعللل کوي . ))

 که څه هم ولسمشري د اساسی قانون لویه جرگې پر جوړیدو ټینگار کوي؛  خو د لویې جرگې د نېټي مشخص کیدل له وخت مخ کې بولي.

 د ملي یوالي د حکومت له جوړیدو وروسته دواړو مشرانو هغه تفاهم لیک لاسلیک کړی، چې له مخي یی په دوه کلونو کې د اساسی قانون د تعدیل په موخه لویه جرگه جوړوي.

ویل کیږي، چې په اساسی قانون کې د تعدیل موخه؛  ریاستی نظام پر صدارتی نظام اړول دي او اجرائیه رییس به د لومړي وزیر په توگه  دنده پر مخ وړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمي. 

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!