Connect with us

تازه خبرونه

مشرانو جرگه: د چنګاښ له لومړي نیټی وروسته د ولسي جرګې د کار ناقانونه ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Fazal-Hadi-Muslimyar

مشرانو جرگه د چنګاښ له لومړي نیټی وروسته د ولسي جرګې د کار دوام غیر قانونی بولي.

دوی له ملي یوالي حکومت غواړي چې د هغوي د مشروعیت لپاره یو قانونی لاره په پام کې وینسی او د ټاکنو نیټه دي مشخص کړي؛ پرته له هغه کوم قوانین چې د ولسي جرګې له لوري دوی ته راشي دوی یې نه تایید وي.

مشرانو جرګې د چنګاښ له میاشتې وروسته د ولسي جرګې د غړو د کار د دوام په اړه داندیښنی په څرګندولو سره وویل چې  د ولسي جرګې غیر قانوني کیدل پر مشرانو جرګې هم اعیز کوي او باید چې حکومت د ټاکنو لپاره یوه نیټه مشخصه کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار:

حکومت باید چې د ټاکنو په اړه پریکړه وکړي ځکه د چنګاښ د لومړي نیټی وروسته د ولسي جرګې کړني د قانون له مخی نه اخلي.”

دمشرانو جرګې غړیزلمی زابلۍ:          

که انتخابات نه شي کولای نو هغه قوانین چې راځي د تصویب مهر دې په کې نه وي. که قوانین تصویب کړو موږ هم په خیانت کې شامیلیږو نو دوی موږ ته مشروعیت نه لري باید د حل لار ورته پیدا شي.

خودمشرانو جرګي یو شمیر غړي بیا وایی چي که د مقننه قوي یوه برخه سر پرسته شي نو د نظام مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راځي.

دمشرانو جرګې غړی پرحیم حسنیار:                    

حکومت پر خپلو دندو عمل ندی کړی. که ټاکني ونکړو که پارلمان مشروعیت ونلري، نو حکومت هم مشروعیت نلري او تر پوښتنې لاندې راځي.

د مشرانو جرګې غړی حنیف حنفي:              

ولسمشر او اجرایه رییس باید چی د ټاکنو نیټه مشخصه کړي ځکه چې که مقننه قوه سر پرسته شۍ نو نظام هم خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.

د مشرانو جرګې د غړو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ولسي جرګې رییس د دوشنبې په ورځ وویل هیڅ بنسټ ته به اجازه ورنکړي چې د چنګاښ له میاشتې وروسته د دوي يد مشرعیت په اړه پریکړه وکړي.

دی وایی څو پورې چې ټاکنې نه وي شوي، دوي خپل کارته دوام ورکوي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!