Connect with us

تازه خبرونه

مشرانو جرګې د ټاکنو د کميسيونونو د چارو په اړه د ولسمشر فرمان رد کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-01-05-17h52m06s154

 

مشرانو جرګې د ولسمشر هغه تقنیني فرمان رد کړ چې د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو د تشکیل، دندو او واکونو په هکله یې ورکړی و.

 

 فیفا یا د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مسولین وايي چې مشرانو جرګې د خلکو د تمې خلاف دا فرمان رد کړ. د دغه بنسټ مسولین وايي چې د مشرانو جرګې په دې پرېکړې سره ټاکنې له ځنډسره مخامخ کېږي او هېواد به له نورو جدي ستونزو سره مخا مخ کړي.

 

 دوی وايي چې د اساسي قانون له مخې ملي شورا په وروستي کال کې نه شي کولای چې د ټاکنیزو قوانینو تعدیل په خپله اجندا کې وګوري.

 

داسې ښکاري چې حکومت او ملي شورا د ټاکنیزو اصلاحاتو په هکله یوه خوله نه دي. د ټاکنیزو کمیسیونونو د دندو، واکونو او تشکیل د قانون په هکله د ولسمشر تقنیني فرمان له ولسي جرګې وروسته په مشرانو جرګه کې هم رد شو. مشرانو جرګې په دې فرمان هېڅ بحث ونه کړ او د رد رايې یې ورکړي.

 

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وايي: “څوک چې د تقنیني فرمان رد غواړي سور او که يې تایید غواړي نو شین کارت دې پورته کړي، بناء تقنیني فرمان رد شو.”

 

د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ غړی پاینده محمد حکمت د مشرانو جرګې دا ګام د قانون خلاف بولي او وايي چې مشرانو جرګې هم د خلکو د تمې په خلاف ګام واخیست.

 

د فیفا غړی پاینده محمدحکمت وايي: “شخصي او سیاسي لاسونه ووچې دغه فرمان یی رد کړ. دټاکنو وروسته کېدل به د هېواد سیاسي، نظامي او اقتصادي برخې ته هم صدمه ورسوي او د ټاکنو ځنډېدل د نظام مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راولي.”

 

د ولسمشر د دغه تقنیني فرمان له مخې د ټاکنیزو اصلاحاتو د غوراوي کمېټې هم خپل کار پیل کړی دی. دا چې د ټاکنیز نظام اصلاح چې دواړو رهبرانو پرې هوکړه کړې وه، له دې وروسته به یې چارې څه ډول په مخ ځي، اټکل یې ګران دی.

 

خبریال: عبدالعزیز کریمي

 

 

 

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!