Connect with us

انځوريز خبرونه

لویه څارنوالي د کابل بانک ورکې شوې پیسې نه شي ترلاسه کولای

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-04-29-19h11m41s6

د کابل بانک له دوسي د افغانستان د شفافيت بنسټ نوې څيړنې ښيي چې لويه څارنوالۍ د دې توان نلري چي د کابل بانک ټولي غلا شوې پيسې بېرته راوګرځوي.

یاد بنسټ په باور له دي قضيي سره حکومت سياسي چلند کوي او تورن کسان هم په قدرت کي شر يک دي.

د افغانستان د شفافيت بنسټ ريس سيد اکرام افضلي وایي چې لويه څارنوالۍ هغه هيوادونو ته چې د کابل بانک غلا شوي پيسې ليږل شوي، د اړتيا وړ خبرتياوې ندي رسولي او يوازې په فارسي ژبه له هغوی سره تماس نيول، له همدې کبله تر اوسه هيڅ يوهيواد هم ندی حاضر شوی چې د افغانستان حکومت سره همکاري وکړي.

که څه هم چي د لوي څارنوالي وياند ژمنه وکړه چي د کابل بانک د قضيي په اړه نظرورکړي؛ خود خبرو په ځاي چپ پاتي شو.

ښاغلي عزيزي په وار وار ويلي وه چي د کابل بانک يوشمير پوروړي حاضر دي چي خپل پورونه ورکړي؛ مګر د ولسي جرګي يوشمير غړي په دې اړه داسې وايي:

 vlcsnap-2015-04-29-19h11m36s204

د ولسي جرګي غړی رمضان بشر دوست:

حسن فهیم، محمود کرزی، داوي، ذاخیلوال او دین محمد چې دوی او د افغانستان بانک یې هم په ولسي جرګه کې نومونه اخستي؛ د اوسني حاکم سیستم د ملا تیر ګڼل کیږي. که دا پنځه تیرونه ووهل شي، نو ع او غ او نور مشران به په پل چرخي کې خپل ځای وګوري.

vlcsnap-2015-04-29-19h23m05s191

د ولسي جرګي غړي محمد سرور دانش:

” یو علت یې کیدای شي دا وي چې دوی زورواکي، بانفوذه او قدرت لرونکي کسان وي او ښایي دا پروسه اخلال کړي.

له دې مخکې د افغانستان د شفافيت بنسټ داسې رپوت خپور کړی چې د مخکيني کابل بانک له بحراني کيدو نه مخکي، نوي کابل بانک له پنځوس ميليون ډالر زيان وکړ او هر کال د دغه بانک زيان اوه ميليون ته رسيږي.

Advertisement

انځوريز خبرونه

د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۹)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.

نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.

آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.

هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.

نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!