Connect with us

تازه خبرونه

له ۱۱ میلیون ډېرې رای پاڼې او ۲۱ زره د بایومتریک نوې دستګاوې چمتو شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې له ۱۱ میلیون ډېرې رای پاڼې چاپ او د ولسمشریزو رڼو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره یې د ۱۳ میلیون هیرو پر ارزښت د بایومتریک نورې دستګاوې هم چمتو کړې دي.  

دغه بنسټ ۱۹ زره د بایومتریک نوې دستګاوې د سرشمېرنې له ادارې تر لاسه کړي او نږدې ۳ زره نورې ورسره پاتې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننگ ویلي، چې ټولې دستګاوې کابل ته رارسیدلي او بانکي ډاډ به یې له اختر وروسته راورسیږي. یوازې د یادو دستګاوو سیم کاتونه پاتې دي، چې د ټاکنو پر ورځ پېرودل کیږي.    

ښاغلي ننګ زیاته کړې، چې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۱ میلیون و ۱۸۵ زره رای پاڼې چاپ شوې او کابل ته رارسیدلې دي.

ټاکنڅاري بنسټونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا له ټاکلي شمېر ډېرې رای پاڼې چاپول د اندېښنې وړ ګڼي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غړی نعیم اصغري ویلي، چې د ډېرو رای پاڼو چاپول اقتصادي ندي او دغه راز باید د رای ورکوونکیو د نوملړ له مخې چاپ شوې وای؛ ځکه، چې دا کار درغلۍ ته زمینه برابروي.

ټاکنو خپلواک کمیسیون په عملیاتي چارو کې له پرمختګه ډاډ ورکوي. په داسې حال کې، چې ټاکنڅاري بنسټونه یې د چارو په ترسره کولو کې پر بېوسۍ تورنوي.  

خبریاله: دیانا صمدي

تازه خبرونه

کابل ته راغلي مالیزیایي پلاوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

کابل ته راغلي د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو استازو، د مالیزیا صدراعظم د دفتر سلاکارانو او د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره وکتل.

‌‌د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل ته د راغلي مالزیایي پلاوي ځانګړې استازې میرمن داتو دوکتور شازلینا د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت ارزولی او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراحتیا ډاډ څرګند کړ.

هغې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د مالیزیا یو سوادګریز پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي.

میرمن داتو دوکتور شازلینا زیاته کړې: مالیزیا هوډ لري، چې د افغان ډیپلوماټانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکیو لپاره د محاسبې او پراختیا او په دې برخه کې د مسلکي پروګرامونو د تنظیم په اړه له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په یادو برخو کې یې له افغانستان سره د مالیزیا له لیوالتیا او همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې متوازن او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي او له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډ او سيمه ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي.

هغه وایي: په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د فرصتونو له شتوالي ډاډ څرګند او زیاتوي، چې افغانستان د جنوب ختیځې آسیا له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لیواله دی.

‌د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان او مالیزیا د ولسونو او حکومتونو ترمنځ شته ډیپلو ماټیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو په ځانګړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مالیزیا هېواد له مرستو مننه وکړه.

نوموړي د مالیزیا له حکومت څخه د هغو ۳۰۰۰ افغانانو لپاره، چې اوس‌مهال په مالیزیا کې ژوند کوي، د روغتیا او زده‌کړو د زمینې او اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

‌دا په دایې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مالیزیا له دولتي پلاوي سره په لیدنه کې ډاډ څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې لاسته راوړنې لري او د سیمې په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه ​​نده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!