سیمه ییز خبرونه
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف پيل شوى احتجاج دې پاى ومومي- اوريا خېل
د ولسي جرگې يو شمېرغړيو له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف د پيل شوي احتجاج د پاى رسولو غوښتنه وكړه.
د دوى په ونيا:
د دغه ائتلاف پيل شوي احتجاج په هېواد كې بحران زيات كړى دى.
د ياد ائتلاف غړي وايي، چې:
احتجاج د دوى حق دى، خو يو شمېركسان د دوى له احتجاجه ناوړه گټه پورته كوي.
د ولسي جرگې يو شمېرغړي وايي، چې:
له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف پيل شوي احتجاج د ولسي جرگې د غړيو ترمنځ اختلافونه ډېر كړي دي.
په ولسي جرگه كې د كابل د خلكو استازى انور خان اوريا خېل په باور:
د ولسي جرگې په انگړ كې د خيمې درول او بيا په كې د وكيلانو د وسله لرونكيو پلويانو راټلويدل د دغه بنست امنيت ته گواښ پيښ كړى دى او د ياد ائتلاف له خوا پيل شوى احتجاج به ډېرې ناوړه پايلې ولري او ژر تر ژره بايد پاى ته ورسيږي.
د ياد ائتلاف غړي وايي، چې د دوى احتجاج د ولسي جرگې د حيثيت ساتنې په موخه دې او هيڅوك هم نشي كولى، چې مخه يې ونيسي.
دوى د خپلو پلويانو په منځ كې د وسله والو كسانو شتون ردوي او وايي:
يو شمېركسان شته، چې غواړي د دوى له احتجاج څخه ناوړه گټه واخلي.
له قانون څخه ملاتړ ائتلاف تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر د هغه فرمان په غبرگون كې احتجاج پيل كړى، چې د ټاكنيزو ستونزو د هوارولو صلاحيت يې د ټاكنو خپلواك كميسيون ته وركړ.
دغه ائتلاف وايي، چې:
د ټاكنو د خپلواك كميسيون پر ريس فضل احمد معنوي فشار راوړل شوى، چې لږ تر لږه اووه لس برحال وكيلان د ولسي جرگې وباسي.
د تېرې سه شنبې په ورځ د يادو وكيلانو زرگونو پلاويانو د ولسي جرگې په انگړ كې په راټوليدو سره د ياد ائتلاف له احتجاج ملاتړ وكړ.
دغه ائتلاف د ټاكنو په پايلو كې هر ډول بدلون ردوي او خبر دارى وركوي، چې كه:
د دوى غوښتنو ته پام ونه شي؛ نو د ولسمشرۍ ماڼى او د ټاكنو د خپلواك كميسيون مخې ته به هم خپل احتجاج ته دوام وركړي .
سیمه ییز خبرونه
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې اسرائیلو په وروستیو اوونیو کې غزې ته د مرستو رسولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي؛ خو د پام وړ کار پاتې دی، ځکه په دې سیمه کې د قحطۍ خطر ډېر دی.
د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډېوېډ سټېټرفیلډ خبریالانو ته ویلي، اسرائیلو په دې وروستیو دوه نیمو اوونیو کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.
ډېوېډ سټېټرفیلډ څرګنده کړې: اوس هم د پام وړ کار پاتې دی، چې باید ترسره شي؛ خو پرمختګ شوی دی.
هغه ویلي، چې په ټوله غزه کې په جګړي توګه شمالي سیمې د قحطۍ له ډېر خطر سره مخ دي.
نوموړي ویلي، چې د فلسطین په کوچنۍ ګڼ میشته سیمه کې له اړو خلکو سره مرستې ته اوس ډېره اړتیا ده.
ملګرو ملتونو له اوږده وخت راپدیخوا په غزه کې د مرستې رسولو او د هغې د وېشلو په لار کې له خنډونو څخه اندېښنه ښودلې او څرګنده شوې، چې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د اسرائیلو لخوا د غزې د واکمنې اسلامي وسلهوالې ډلې حماس پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه ترسره تر سره کیږي.
د اسرائیلو پوځي کمپاین د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا، چې حماس د اسرائیلو په سویل کې جګړه پیل کړه، چې له کبله یې د بشري ناورین ترڅنګ د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو کورونه له ځمکې سره اوار شوي دي.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازاریني د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اپریل پرپرتله غزې ته د تلونکو لاریو منځنی شمېر د ورځې ۳۱۶ ته لوړ شوی دی.
ویل کیږي، چې اوس کثافاتو راټولولو ته پاملرنه ډېره شوې او هڅه کیږي، چې په سویلي غزه کې د ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته ورسېد.
د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمهییزو سلامشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.
ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.
دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو لهخوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.
دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
د حماس مشر له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته ځي
رویټرز راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه به د روانې اوونۍ په پای کې ترکیې ته له ولسمشر طیب اردوغان سره د خبرو لپاره سفر کوي. پداسې حال کې، چې د انقرې لوړپوړي ډیپلوماټ د چارشنبې پر ورځ دوحې ته د سفر په بهیر کې د حماس له مشر سره لیدلي دي.
ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی؛ په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندي او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده. اردوغان حماس د “آزادۍ غورځنګ” بولي او پر لویدیځ یې نیوکه کړې، چې له اسرائیلو ملاتړ کوي. دغه راز انقرې پر اسرائیلو سوداګریز بندیزونه هم لګولي دي.
اردوغان په پارلمان کې خپلو ګوندي وکیلانو ته ویلي، چې زه به د روانې اوونۍ په پای کې د فلسطین د مشر کوربهتوب وکړم. مونږ به پر یو شمېر مسلو هم خبرې وکړو.
د اکټوبر پر اوومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل او له ایران سره د اسرائیلو له روان کړکېچ راپدیخوا به دا ترکیې ته د هنیه لومړنی سفر وي.
اردوغان د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران یوازې د سیمهییز بحران مسوول دي.
اردوغان دا هم ویلي؛ تر هغې، چې ژوندی وي د فلسطین د مسئلې ملاتړ ته به روان ساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه د سفر د مهالوېش نور جزئیات خپاره شوي ندي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ