Connect with us

تازه خبرونه

له افغانستان څخه به صادراتي هېواد جوړوو- غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-09-08-15h05m26s253

ولسمشر غني د اقتصادي همکاریو ټولنې ته په ډاګه کړه؛پالیسي یې دا ده،چې افغانستان له یوه وارداتي هېواد څخه په صادراتي هېواد واوړي.

نوموړي په ارګ کې د اقتصادي همکاریو ټولنې (ایکو) له رییس ابراهیم اکا سره په خبرو کې ویلي؛ د کرنې په برخه کې ښه ظرفیتونه، خوپه دې برخه کې باید ډېر کار وشي.

هغه زیاتوي،د افغانستان د کرنیزو محصولاتو څخه باید تر یوه حده د سیمې او اروپايي هېوادونو اړتیاوې پوره شي.

ولسمشر غني د سیمې د نښلولوپه اړهد افغانستان موقعیت ته په نغوته کېوویل، افغانستان د سیمې ترانسپورتپه نښلولو کې مهم او حیاتي رول لري؛ځکه د ترانسپورتي لړۍ په نښلولو سره سویلي آسیا له مرکزي آسیا سره نښلي او د سیمې سوداګري وده کوي.

ولسمشر وغوښتل چې افغانستان دې د مرکزي آسیا د سرحدي ترانسپورت له شبکو سره وتړلشي، چې د سوداګریزو مالونو د تبادلې په موخه لازمې آسانتیاوې رامنځته شي او دا یوې ځانګړېطرحې ته اړتیا لري.

د اقتصادي همکاریو ټولنېرییس ابراهیم اکا په سیمه کې د افغانستان موقعیت مهم بولي او څرګندوي؛دا هېواد ښه اقتصادي او سوداګریز ظرفیتونه او فرصتونه لري، چې له هغو څخه د ګټې اخیستو لپاره یې د زیاتو  طرحو جوړولو غوښتنه وکړه.

 د ایکو رییس د لیدنې پر مهال وویل، د اقتصادی همکاریو سازمان به د افغانستان لهاقتصاد وزارت سره د خپلو همکاریو پر غزولو اود اقتصادي وضعیت د ښه والي په خاطر پر ځانګړیوطرحو کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چین د ارومچي له سیمې څخه د سوداګریزو توکو لومړنۍ ټولګه په یوولس ورځو کې نږدې درې زره کیلو متره لار وهلې او افغانستان ته یېاته شپېته ډبې سوداګریز مالونه د قزاقستان او ازبکستان له لارې رارسولي دي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!