Connect with us

سیمه ییز خبرونه

كه د ولت د سولې لورى وانړوي؛ ښايي د خلكو له غبرگون سره مخ شي- عبدالله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تغيير و  اميد ائتلاف رييس ډاكترعبدالله عبدالله  په هېواد كې د سولي بهير د بنديدو او په اړه يې د بيا كتنې غوښتنه كوي.

د هغه په وينا:

د دولت وسله وال مخالفين د سولي پرځاي  پخپلو ترهگريزو هڅو ټينگا كوي.

ده وړانديز وكړ، چې:

افغان دولت بايد د نړيوالې ټولنې په همكارۍ پرپاكستان فشار واچوي، چې له افغانستان سره له دښمنۍ ډك چال چلند پاى ته ورسوي.

ولسمشر كرزى ويلي، چې:

كه د استاد رباني په وژنه كې د وسله والو طالبانو لاس درلودل بربنډ شي؛ نو د سولې روانې هڅې به و دروي.

د تغيير و اميد  د ائتلاف رييس ډاكترعبدالله عبدالله  خبري رسنيو ته وويل، چې:

له تېر يو كال راهيسې د سولې لړۍ پيل شوې، خو تراوسه يې كومه مثبته نتيجه نده ترلاسه كړې.

ده وويل، چې:

د دولت وسله وال مخالفين سولې ته نه، بلكې خپلو ترهگريزو اعمالو ته ليواله دي.

هغه د بېلگې په توگه د استاد برهان الدين رباني وژنې ته په نغوته وويل:

كه د ولت  د سولې روان بهير روان  وساتي او په اړوند يي له سره  كتنه ونكړي؛ نو ښايي د  خلكو له غبرگون سره مخ شي .

نوموړي  د گاوند هېواد پاكستان  پر دوه مخي سياست هم  نيوكه وكړه او ويې ويل، چې:

اوس نړيوالو ته ښكار ه شوې، چې د افغانستان  د ناامنيو  تر شا د پاكستان لاس دي.

هغه وويل:

كه څه هم  د افغا نستان خلك له پا كستان  سره د دوستانه اړيكو غوښتونكي دي، خو يو اړخيزه غوښتنه نشي كولى، چې ستونزي حل كړي.

هغه وايي، چې:

پكار ده د نړيوالې ټولنې په مرسته  پرپاكستان فشار راوړ شي، چې  پاكستان د افغانستان په اړه له  دښمنانه موخو لاس  واخلي.

رسينو داسې رپوټونه وركړي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى غواړي  پاکستان ته د استاد رباني د وژل كېدو د پلټنې  او حقايقو د موندلو په موخه يو پلاوى واستوي.

افغان ولسمشر وايي، چې:

كه پاكستان د برهان الدين رباني د وژني  په  اړه په پلټنو كې همكاري ونكړي؛  نو له ملگرو ملتونو به د همكارۍ غوښتنه وكړي.

ولسمشر كرزي  په كابل كې له يو خصوصي ټلويزيون سره په ځانگړې مركه كې ويلي، چې:

كه دا جوته شي، چې په دغه پېښه كې د بل هېواد  لاس دى؛ نو  دا به د د ښمنۍ  په معنا وي.

حامد کرزي ويلي، چې:

که وموندل شوه، چې طالبان د رباني په وژنه کې لاس لري؛ نو له هغوی سره به د سولې خبرې اترې وځنډوي.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته ورسېد.

د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمه‌ییزو سلا‌مشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.

دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو له‌خوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.

دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د حماس مشر له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته ځي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

رویټرز راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه به د روانې اوونۍ په پای کې ترکیې ته له ولسمشر طیب اردوغان سره د خبرو لپاره سفر کوي. پداسې حال کې، چې د انقرې لوړپوړي ډیپلوماټ د چارشنبې پر ورځ دوحې ته د سفر په بهیر کې د حماس له مشر سره لیدلي دي.

ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی؛ په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندي او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده. اردوغان حماس د “آزادۍ غورځنګ” بولي او پر لویدیځ یې نیوکه کړې، چې له اسرائیلو ملاتړ کوي. دغه راز انقرې پر اسرائیلو سوداګریز بندیزونه هم لګولي دي.

اردوغان په پارلمان کې خپلو ګوندي وکیلانو ته ویلي، چې زه به د روانې اوونۍ په پای کې د فلسطین د مشر کوربه‌توب وکړم. مونږ به پر یو شمېر مسلو هم خبرې وکړو.

د اکټوبر پر اوومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل او له ایران سره د اسرائیلو له روان کړکېچ راپدیخوا به دا ترکیې ته د هنیه لومړنی سفر وي.

اردوغان د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران یوازې د سیمه‌ییز بحران مسوول دي.

اردوغان دا هم ویلي؛ تر هغې، چې ژوندی وي د فلسطین د مسئلې ملاتړ ته به روان ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه د سفر د مهال‌وېش نور جزئیات خپاره شوي ندي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ ( د وري اته‌ویشتمه) ویلي، چې هېواد به یې په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو د پام وړ پانګونه وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سعودي پانګوال پر کرنه، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او هوايي چلند په اړوند برخو کې پانګونې ته لیواله دي.

له دې مخکې اسلام‌آباد اعلان کړی و، چې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۵ میلیارډ ډالرو پانګونې ته ژمن دی.

د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووه‌ویشتمه) د سعودي هېواد بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاه د یوه پلاوي پر مشرۍ اسلام‌آباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان د سعودي پلاوي ته د پانګونې لپاره د احتمالي پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

د سعودي بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پانګونې د احتمالي فرصتونو په اړه د پاکستان حکومت یادونه د ستاینې وړ ده.

هغه وایي: دا مونږ ته اړین باور راکوي، چې پر ارزښتمنو پروژو پانګونه وکړو.

هغه زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې مونږ به د پام وړ ګامونه پورته کړو.

د سعودي عربستان لوړ پوړی پلاوی؛ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په مکه‌مکرمه کې د وروستۍ لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر هوکړه لیکونو، د خبرو لپاره راغلی دی.

شهباز شریف تېره اوونۍ له سعودي ولیعهد سره ملاقات کړی و او د پېنځه اربه ډالرو د پانګونې د ګړندي کولو په اړه یې خبرې اترې کړې وې. پاکستان ته پکار ده، چې د بهرنیو اسعارو د کمېدو زیرمې راکمې کړي او بهرني پورونه ورکړي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په پسرلنیو غونډو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی او هلته به د پور د نوي پروګرام لپاره رسمي خبرې پیل کړي.

دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څلیریشتمې مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!