Connect with us

تازه خبرونه

فیصل: ځینې سرپرست والیان به بیرته د والیانو په توګه وټاکل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-05-16-18h33m02s248

اجراییه ریاست وایي، ځینې سرپرست والیان به په دوهم ځل په اړوندو ولایتونو کې د والیانو په توګه وټاکل شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایٍي، د نویو والیانو بحث به زیات وخت واخلي.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د نویو والیانو نوملړ به ژر د خلکو په واک کې ورکړل شي او والیان به په کار پیل وکړي.

اته میاشتې کیږي چې د ملي یووالي حکومت جوړ شوی؛ خو لا هم زیاتره ولایتونه د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.د حکومت مشران لا هم د نویو والیانو پر ټاکلو خبرې کوي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل:

والیان ټاکل کيږي، تاسو ولیدل چې دوه اوونۍ مخکې د هیواد د دوو دیرو مهمو ولایتونو له پاره والیان وټاکل شول. د هغو ولایتونو له پاره چې د سرپرستانو له خوا اداره کيږي، والیان ټاکل کیږي. ځینې سرپرستان ښايي په خپلو ځایونو کې پاته شي؛ خو په ټوله کې په دې اړه د حکومت د دواړو مشرانو له خوا تصمیم نیول کیږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د نویو والیانو ټاکنه به د مشورو او ملي ګټو پر بنسټ وي.

هغه څوک د والیانو په توګه ټاکل کیږي چې کاري طرحې ولري.

vlcsnap-2015-05-16-18h33m10s68

اجمل عبید عابدي ـ د ولسمشر ویاند:

“کوم کسان چي د والیانو په توګه ټاکل کیږي، باید د اړوند لایت او شاوخوا نورو ولایتونو په اړه سم معلومات ولری؛ په ورته وخت کې د خدمتونو د وړاندې کولو او سمونونو د راوستلو له پاره سمې طرحې ولري. د والیانو ټاکل یوه پروسه ده او دا پروسه پیل شوې او په نږدې راتلونکې کې به لکه څرنګه چې مخکې څو والیان اعلان شول، د افغانستان خلک د والیانو د لست د خپرېدو شاهد وي.

ویل کیږي چې د بلخ سرپرست والي به بېرته د والي په توګه دنده وغځوي. ځینې سرچینې وایی، عطا محمد نور به بېرته د والي په توګه پاتې شي.

Advertisement

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!