تازه خبرونه
فاریاب ته د دوستم سفر د ملي شورا د یو شمیر غړيو له نیوکو سره مخ شو
څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په شمالي ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ضرب الاجل وټاکه چې که تسلیم نه شي، په وړاندې به یې ځپونکي عملیات پیل کړي او له منځه به یې یوسي.
د ملي شورا یو شمیر غړي وايي چې د جنرال عبدالرشید دوستم دغه دریځ ګڼې پوښتنې راپورته کړي دي.
د ملي شورا ځينې غړي وايي چې د ملي یوالي حکومت رهبران باید د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د خپلو ګټو په خاطر د شعار په ډول ضرب الاجل ونه ټاکي.
دوی وايي چې په فاریاب کې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال پریکړه باید د ملي ګټو په پام کې نیولو سره عملي کړي.
په ولسي جرګه د کابل د خلکو استازی – ډاکټررمضان بشر دوست:
“له تېرو 40 کلونو راپدېخوا په افغانستان کې هغه څوک چې قصر، ماڼۍ او لنګروزر موټرې لري، د هزاره، پښتنو، تاجګو، ازبکو او نورستاني او پشه يي قومونو کې رهبران شول. د تروریزم او له تروریزم سره د مبارزې په نوم، د فساد او فساد سره د مبارزې په نوم، د نشه یي توکو او له نشه یي توکو سره د مبارزې په نوم یې خپل جیبونه ډک او څوکۍ یې ونیولې. دوهم ټکی چې د افغانستان خلک یې باید هېر نه کړي دا ده چې؛ موږ ځینې غږونه اورو چې وایي:( موږ ته اجازه را کړئ چې په یوه اوونۍ، یوه ورځ او یوه میاشت کې طالبانورک کړو)؛ خو دوی دې نه هیروي چې ړوند ملا عمر په یوه سترګه دوی ټول ورک کړي وو.”
په ولسي جرګه کې د وردګو ولایت استازی – غلام حسین ناصری:
“ډیره ستره پانګه او پيسې د دوی له پاره ځانګړې شوي؛ باید دا عملیات پیل کړي؛ خو کومه اندیښنه چې زه یې لرم دا ده چې ملي اردو او ملي پولیسو په ډيرو ځایونو کې عملیات وکړل، خو د دوی له عملیاتو سره سیاسي چلند وشو.”
د ملي شورا نور غړي وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال له دغه دریځه ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې افغانستان یوازې فاریاب نه دی، بلکې دا ډول پروګرامونه باید په نورو نا امنو ولایتونو کې عملي شي.
گلالی اکبری – سناتوره:
“فاریات ته د جنرال دوستم تګ باید ستره لاسته راوړنه ولري او پوځیانو او خلکو ته باید یو قوي مورال ورکړي. دا کار باید په نورو ولایتونو کې هم ترسره شي، ځکه هغه د ولسمشر لومړی مرستیال دی او په یوه ولایت پورې اړه نه لري.“
د ملي دفاع وزارت مسولین وايي چې په فاریاب کې روان عملیات د لوی درستیز په رهبرۍ په مخ روان دي او ولسمشر د لومړي مرستیال شتون د پوځیانو د مورال د غښتلي کولو لپاره مهم دی.
د ملی دفاع وزارت د ویاند مرستیال – دولت وزیری:
“جنرال دوستم هغه شخص دی چې په ملي کچه د ولسمشر اول معاون دی؛ هغه کولای شي چې د سرتېرو او خلکو د مورال په موخه یو ولایت ته سفر وکړي او هلته د خلکو مورال اوچت کړي او حالت له نږدې څخه تشخیص کړي؛ خو د جنګ قومانده د لوی درستیز په لاس کې ده.“
د فاریاب په قیصار او المار ولسوالیو کې د وسلوالو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوي دي چې ویل کیږي دغه ولایت ته د طالبانو د نومول شوي والي په ګډون درې ولسوالان هم پکې وژل شوي دي.
تازه خبرونه
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.
ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمهييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام لهخوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ2 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه3 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ4 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي