تازه خبرونه
عمران خان افغانستان ته د مشورو پر ځای د دعا کولو ډاډ څرګند کړ
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې پاکستان به نور د افغانستان د سولې پر بهیر له مشورې وړاندې کولو ډډه وکړي او د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره به دعاګانې کوي.
له هغې وروسته، چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د شاوخوا یوې میاشتې مخکې خبرې د افغانستان د سولې او لنډ مهاله حکومت د جوړیدو په تړاو له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې؛ اوس خان ویلي، نور په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې مشورې نه ورکوي، بلکې دعا کوي؛ ځکه مشورې یې مداخلې ګڼل شوې دي.
د افغانستان حکومت تمه لري، چې پاکستان دې د افغانستان د سولې په بهیر کې رښتینې همکاري وکړي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال محمد سرور دانش وایي، چې د پاکستان له همکارۍ پرته جګړه پای ته نه رسیږي او دا هېواد باید نه یوازې د سولې خپلمنځي خبرو له پیلیدو ملاتړ ښکاره کړي، بلکې سولې ته د رسیدو په برخه کې هم له افغانستان سره رښیتنې ملګرتیا وکړي.
د ولسي جرګې غړی خدا داد عرفاني وایي، چې که دوی د افغانستان د خلکو د ژغورلو لپاره ګام اخیستی وای او له سولې یې ملاتړ کړی وای؛ نن به د دې هېواد خلکو دغه بد وضعیت نه لره.
پاکستان په ځلونو تورن شوی، چې په خپله خاوره کې ترهګرو ته پناه ورکوي. که څه هم پاکستان په ځلونو دا ادعاوې رد کړي؛ خو د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې که پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس وانخلي، جګړه پای ته نه رسیږي.
خبریال: خالد نیکزاد
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه1 day ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ23 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
لوبی1 day ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري