Connect with us

بی بی سی پښتو

عبدالله له غني سره د سیاسي جوړجاړي لپاره بر نوې طرحه کار کوي

Published

on

(Last Updated On: April 13, 2020)
سیاستوال

Getty Images
د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅې روانې دي

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني سیال او د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دفتر وايي چې په هېواد کې د سیاسي کړکېچ هواري لپاره په نوې تګلاره کار کوي،‌ او د سیاسي هوکړې پر اساس د یوه ګډ حکومت جوړښت د دغه طرحې اصلي شرط دی.

د ښاغلي عبدالله دفتر ویلي دي چې په دغه تګلاره د ټیم د غړو مشورې روانې دي او له وروستۍ کېدو سره سم به د منځګړي پلاوي په لاس د محمد اشرف غني دفتر ته وسپارل شي.

د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو لغوه کېدل، د یوه ګډ حکومت رامنځته کول، د حکومت په جوړښت کې تر ۵۰ سلنه د ثبات او همپالنې ډلې سهم او د بودیجوي واکونو لېږد، د مصالحې په عالي شورا کې ښاغلي عبدالله ته د پرېکړو او ګومارنې واک د دغه طرحې جزییات دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي چې د کړکېچ حل لپاره خبرې روانې دي او جوجاړي ته د رسېدو لپاره په ورستیو کې د کابینې د غړو ګومارنې هم ځنډېدلې دي.

بي بي سي ته ځینو سرچینو ویلي دي چې تر اوسه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ټاکنیزو ډلو تر منځ د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته د راپورته شوي سیاسي کړکېچ د حل په موخه څلور تګلارې وړاندې شوې دي.

په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې طرحې مسوده لاس په لاس کېږي چې ظاهرا د ښاغلي عبدالله د دفتر له لورې وړاندې شوې ده، خو د ښاغلي عبدالله دفتر هغه رد کړه او وايي چې نوې طرحه هغسې نه ده.

حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي د ارګ او سپېدار تر منځ منځګړیتوب کوي.

دغه پلاوي څو ورځې وړاندې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې تر یوې مودې د کابینې ګومارنې وځنډوي او له عبدالله عبدالله یې وغوښتل چې د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی وخت وغځوي. دواړو خواوو د منځګړي پلاوي غوښتنې ومنلې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي چې د خبرو لپاره دروازه خلاصه ده او د کابینې د غړو ګومارنې هم تر اوسه درېدلې دي.

د محمد اشرف غني او عبدالله تر منځ د اختلافاتو له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي تر کابله راغلل.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم نا هیلی بېرته لاړ او له افغانستان سره یې د یو میلیارد نظامي مرستو کمولو اعلان وکړ.

خو ولسمشر غني ټینګار کړی چې د امریکا د مرستو کمېدل به د افغانستان پر وضعیت ناوړه اغېز ونکړي. نوموړی همدا راز تور لګوي چې عبدالله عبدالله د اساسي قانون بدلول غواړي، او دی دې چارې ته چمتو نه دی.

د ښاغلي سیاف په مشرۍ د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال مني چې د دغو دوو ډلو تر منځ وروستۍ لیدنه درې ورځې وړاندې ترسره شوه، خو هیڅ لاسته راوړنه یې نه لرله.

ولسمشر محمد اشرف غني وړاندې ویلي وو چې د ملي یووالي په څېر د حکومت جوړښت ورته د منلو نه دی او د جوړجاړي لپاره یې ښاغلي عبدالله ته د مصالحې عالي شوار او په کابینه کې یې د ثبات او همپالنې ډلې غړو ته د ځای ورکولو وړاندیز کړی وو.

Advertisement

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!