Connect with us

تازه خبرونه

عبدالباري : په روژه کې به د توکو بیې نه لوړيږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-15-18h34m50s203

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت ټولو سوداګرو ته خبرداری ورکوي چې د روژې په میاشت کې د سوداګرۍ ټولو اصولوته پاملرنه وکړی اوپخپل سرد لومړنیو خوراکي توکوبیې لوړې نکړي او له احتکار څخه ځان وژغوري.

د خصوصی متشبثینو دبورد غړو له دغه وزارت سره ژمنه کړې چې د لومړنیو خوراکي توکو بیې په خپل حال وساتي.

دوی له حکومت څخه غواړی چې د سوداګرو په وړاندې پرتي ستونزي باید حل شی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دهیواد په ټولو سوداګرو غږ کوي چې د لومړنیو خوراکي تو کو د بیو په کنټرول کې ساتلو کې ټول سوداګریزو اصولوته پاملرنه وکړی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال عبدالباري وايي هیڅ سوداګرته به اجازه ورنکړی چی د روژې په میاشت کې په لوړه بیه د پلورهڅه وکړی ورسره به قانونی چلند وشی:

دروژې په میاشت کې باید د نرخونو په عادي ساتلو کې سوداګر پاملرنه وکړي او نرخو نه لوړ نه شي او که چیرې کوم سوداګر په تخلف ګیر شی، نو د سوداګرۍ وزارت به ورسره قانونی چلند وکړي او وزارت له بازاره څارنه پیل کړي.

دافغانستان د متشبثینو د بورد مسولینو هم ژمنه کړي چې ټول سوداګر به دروژې په میاشت کې دګټي پرځای له خپلو هیوادوالو سره همکارې وکړی ترڅو بیې په په عادی حالت کې پاتی شی. دوۍ له دسوداګرۍ وزارت څخه هم دپانګواولود ستونزو دحل غو ښتنه.

متسبثینو د بورد رییس رحم الدین اغا:

موږخ حاضر یو چې د روژې په میاشت کې د غذایي توکو د قیمتو نو په کنټرول کي له دولت سره همکاري وکړو؛ خو دولت هم باید زموږ ستونزې په پام کې ونیسي.

دغه سوداګرو دسوداګرۍ له وزارت څخه وغوښتل چې ورځ تربلی دپانګوالو په وړاندې ستونزي په زیاتیدودي چی دغه وزارت باید ورته پاملرنه وکړي او که يي غږ وانه وریدل شی؛ نو ښايي له هیواده به زیاته پانګه ووځې.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!